افغان لوبډلې نور هم د نړیوالو پام ځان ته راوګرځاوه
د کریکټ په آسیا جام سیالیو کې که څه هم افغان لوبډله پای لوبو ته و نه وته; خو د خپلو مینه والو زړونه یې وګټل. له هند سره لوبه تر وروستي توپه وغځیده او مساوي پای ته ورسیده.
د کریکټ آسیا جام، په سوپر څلور سیالیو کې افغان لوبډلې خپله دریمه او وروستۍ لوبه له هند سره مساوي کړه. تر دې دمخه په لومړي پړاو کې افغان ملي لوبډلې د سریلانکا او بنګله دیش لوبډلو ته ماتې ورکړې وه. خو په دوهمه مرحله کې یې خپلې لوبې پر پاکستان او بنګله دیش په ډیر کم توپیر سره وبایللي.
د ټاس یا پچې تر ګټلو وروسته افغان لوبډلې په خپله منډو جوړولو ته ملا وتړله او په ټاکل شوو پنځوسو اورونو کې یې د اتو لوبغاړو په سوځیدو سره يې د ۲۵۲ منډو هدف وټاکه. په دغه لوبه کې د شهزاد محمدي ۱۲۴ او د محمد نبي ۶۴ ګړندۍ منډې د پام وړ وې.
محمد نبي له هند سره په لوبه کې نه یوازې ۶۴ منډې وکړې بلکې د توپ اچونې په برخه کې هم ښه وځلید او په اورونو کې یې د ۴۰ منډو په ورکولو سره دوه لوبغاړي وسوځول. آفتاب عالم او راشد خان هم دوه، دوه لوبغاړي وسوځول. جاوید احمدي بیا د کپتان دوني ویکټه واخیسته.
په ټوله کې د آسیا جام سیالیو کې د افغان لوبډلې وړتیا ستایل شوې ده. د هند تکړه توپ وهونکي کناور لوکیس راهول، ویلي دي چې دوی د دې شاهد چې افغان لوبډلې په تیرو څو کلونو کې د یوه ټیم په توګه څومره پرمختګ کړی دی.
که څه هم د هندوستان د لوبډلې توپ وهنه په لومړي سر کې ډیره ښه وه، خو افغان توپ اچونکي وتوانیدل چې لوبه کابو کړي. هند د ۱۱۰ په مجموعي منډو خپله لومړۍ ویکټه له لاسه ورکړه. افغان لوبغاړي د فیلډنګ یا ډګر ساتنې په برخه کې هم ښه وړتیا وښوده.
شهزاد محمد د لوبې د غوره لوبغاړي او همداشان تر ټولو زیاتو شپږیزو د وهونکي جایزه هم تر لاسه کړه. آسترالیایي لوبغاړي ټام موډي ویلي دي چې دې سخت انتظار باسي چې د راتلونکي کال د کریکټ په نړیوال جام کې به افغان لوبډله څومره لوبډلو ته ماتې ورکړي.
راشد خان پر دې وتوانید چې په وروستي اوور کې د هند لوبغاړي دې پرې نه ږدي چې د لوبې د ګټلو له پاره اووه منډې جوړې کړي. تر دغه مهاله د هند نهه لوبغاړي سوځیدلي وو. د شپږو منډو تر جوړولو وروسته راشد خان پر پنځم توپ د جدیجه ویکټه واخیسته او د دواړو لوبډلو لوبه برابره شوه.
د لوبې په برابریدو افغان لوبغاړو او همداشان لوبغالې ته راغلي مینه والو خپله خوښي نه شوه کنترولولی. د افغانستان د ملي لوبډلې کپتان اصغر افغان، د لوبې تر برابریدو وروسته وویل: «کله چې سړی د هند په شان لوبډلې سره لوبه مساوي کوي، نو دا داسې ده لکه چې دې ګټلي وي.» افغان لوبډله د چهارشنبې په ورځ بیرته کابل ته ستنیږي.