افغان لوبغاړی د سرفنګ په نړیوالو سیالیو کې ګډون کوي
افغانستان سمندرونو او آزادو اوبو ته لاس رسی نه لري، خو دغه هیواد څپانده سیندونه لري. خو افریدونو آمو، چې یوازنی افغان دی چې د اوبو د څپو پر سر دغه لوبه کوي غواړي د افغانستان په استازیتوب په نړیوالو سیالیو کې ګډون وکړي.
افریدون آمو، یوازنی لوبغاړی دی چې د افغانستان په استازیتوب د سرفنګ په نړیوالو سیالیو کې ګډون کوي. هغه وایي چې دا خطر ګالي، څو د افغانستان له پاره لقب په لاس راوړي. امو، نه یوازې لومړنی افغان دی چې په دغو سیالیو کې برخه اخلي، بلکې د افغانستان په تاریخ کې لومړنی لوبغاړی دی چې د اوبو د څپو پر سر د لرګینې دړې لوبه کوي.
افریدون امو، اوس د روان میلادي کال په سیالیو کې د ګډون کولو له پاره چمتووالی نیسي. د هغه په خبره په پام کې ده دغه سیالي په سپتمبر میاشت کې تر سره شي. امو چې د سرفنګ لوبه، د خپلو نورو بوختیاوو تر څنګ کوي وایي چې په دغو سیالیو کې ګډون د افغانستان له المپیک کمیټې سره هم همغږی کوي، څو اجازه یې تر لاسه کړي. خو هغه پر دې ټینګا کوي چې په دغو لوبو کې د ګډون او تمرین لګښت په خپله ورکوي.
د سرفنګ دغه لوبغاړی چې افغان الاصله آلمانی دی په پنځه کلنۍ کې په افغانستان کې د خونړیو جګړو له کبله خپل ټاټوبي پریښود او آلمان ته مهاجر شو. خو له افغانستان سره مینې او لیوالتیا دې ته واداره کړ، څو د ۲۰۱۷م کال د سرفنګ په نړیوالو سیالیو کې د افغانستان په استازیتوب د اوبو پر څپو ولوبیږي. که څه هم په دې و نه توانید چې ښه مقام تر لاسه کړي، خو د دې سبب شو چې حداقل د افغانستان نوم یاد شي.
د آمو مور او پلار په ۱۹۹۲م کال کې په کابل کې د کورنۍ جګړې له پیلیدو وروسته له افغانستانه مهاجر شول او په آلمان کې یې پناه واخیسته. هغه مهال امو، ډیر کوچنی وو او د آلمان په ګوتینګن ښار کې وړکتون ته ولاړ. تر هغه وروسته یې په برلین کې په درو رشتو کې زده کړې وکړي.
هغه له ۲۰۱۶م کال څخه تر ۲۰۱۷م کاله پورې د سولې او د قانون د حاکمیت په تړوا په نړیوالو پروژو کې کا ورکړ. امو په افغانستان کې له قضایي بنسټونو چې له دغه جملې څخه د افغانستان له سترې محکمې سره د اساسي قانون د تفسیر او د قاضیانو د روزلو په برخه کې همکاري کړې ده.
د اوبو د څپو پر سر لوبه کوونکی دغه لوبغاړی وایي چې له اوبو خوند اخلي. له دې کبله هغه هڅه کړې چې د افغانستان سیندونه وګوري او د افغانستان د اوبو پر څپو د لوبې کولو امکان و رازوي.
افریدون آمو، باالاخره یوه میاشت وړاندې د دغې لوبې له یو شمیر نورو لوبغاړو سره پنجشیر ته سفر وکړ او په دې وتوانید چې د پنجشیر په څپانده سیند کې د اوبو پر څپو پر لرګینه دړه لوبه وکړي.
د سرفنګ د دغه لوبغاړي په وینا تر مخه خلکو فکر کاوه چې د افغانستان د ننه د اوبو د څپو پر سر دغه لوبه امکان نه لري، خو هغه په اثبات ورسوله چې کولای شي د پنجشیر په سیند کې هم دغه لوبه وکړي.
د آمو په خبره له ۲۰۱۲م کال راهیسې، د افغانستان د سرفنګ لوبغاړو سازمان له هیواده دباندې جوړ شوی او نړیوالو سازمانونو په رسمیت پیژندلی دی. اوس هڅه کیږي چې دغه سازمان په افغانستان کې هم په رسمیت وپيژندل شي.
افریدون آمو، اوس د حقوقپوه او همداشان په پوتسدام پوهنتون کې د استاد په توګه دنده د څه وخت له پاره پرې ایښيي ده، څو وکولای شي دغې لوبې ته خپله ډیره توجه واړوي. هغه هیله من دی چې سږ کال په نړیوالو سیالیو او همداشان په ۲۰۲۰م کال کې په جاپان کې د المپیک سیالیو په ترڅ کې ښه نتیجه په لاس راوړي.