۱۴۰۲ تیر ۶, سهشنبهپه افغانستان کې د تیر جمهوري نظام تر سقوط وروسته د نورو ګڼو افغانانو په څیر یو شمیر ورزش کارانو هم هیواد ترک کړی او اوس د مهاجرت سختې شپې او ورځې سبا کوي. په دوی کې یو هم افغان سوک وهونکی سلیم دی چې د افغانستان له پاره یې له لسو زیاتې نړیوالې لوبې ګټلې خو مهاجرت اوس په پاکستان کې ترکاري پلورلو ته مجبور کړی دی.