افغان روبات جوړونکو نجونو د مصنوعي تنفس دستګاه جوړه کړې
په هرات کې روبات جوړونکو نجونو د مصنوعي تنفس دستګاه او د کرونا پر ضد مبارزې له پاره له نورې دستګاوې نندارې ته وړاندې کړې. دغه دستګاه د تنفس تنظیمولو وړتیا لري او د طبي مرجعو تر تائید وروسته به بازار ته عرضه شي.
له کرونا سره د مبارزې له پاره پر له پسې هڅې
د هرات روبات جوړونکو نجونو د مصنوعي تنفس او د کوویدـ۱۹، ناروغۍ پر وړاندي مبارزې له پاره نورې دستګاوې نندارې ته وړاندې کړې. د ځوانو نجونو دغه ډله له څه مودې راهیسې د وینتلاتور یا مصنوعي تنفس دستګاه، د چاپیریال عفونیت ضد دستګاه او د کرونا ویروس سره د مبارزې له پاره د یوې لوبې جوړولو په هڅو بوخته وه.
په افغانستان کې د مصنوعي تنفس دستګاوو کمښت
د مصنوعي تنفس دستګاه د کرونا د ځینو ناروغانو له پاره یوه حیاتي دستګاه ګڼل کیږي. افغانستان چې صحې زیربناوو ته یې څو لسیزو جګړو سخت زیان اړولی دی، د کرونا ویروس د خپریدو په ترڅ کې د دغه دستګاوو له کمښت سره مخامخ وو. ځینو هیوادونو له افغانستان سره د کرونا ویروس پر ضد مبارزې له پاره د دغو دستګاوو مرسته کړې ده.
د روبات جوړونکو نجونو د ملاتړ اعلان
د هرات والي سید وحید قتالي، د روبات جوړونکو نجونو د جدي تلاښ هڅې وستایلې او له هغوی د هر اړخیز ملاتړ اعلان يې وکړ. د هرات والي له دفتر څخه په یوه خپره شوې اعلامیه کې راغلي دي چې دغه وینتلاتور د تنفس د شمیر د تنظیم، د سرعت او فشار د تنظیمولو وړتیا لري او طبي مرجعو له تائید وروسته به بازار ته وړاندې شي.
د بهرنیو موسسو مرستې
د آلمان د هلپ موسسې، یونیسیف او ډي سي اف موسسو، د روبات جوړونکو نجونو سره د دغه دستګاه د بشپړولو په برخه کې مرسته کړې ده. د نجونو دغه ډله په دې توانیدلې ده چې له نقیله وسایطو څخه د ترلاسه شوو وسایلو پرمټ د مصنوعي تنفس دستګاه جوړه کړې ده.
د شیانو پر مخ د کرونا ویروس د کمزوري کولو دستګاه
آسو اپاس، د دغو نجونو له خوا جوړه شوې یوه بله دستګاه ده. د دغه دستګاه په ګروپونو کې له ماورا بنفش وړانګو استفاده شوې چې په څرخ خوړولو او د رڼا په اچولو سره په یوه چاپیریال کې موجود ویروس ضعیفوي او د کوچنیو وسایلو د ضد عفوني کولو وړتیا لري.
د ویروس د له منځه وړلو دستګاه
د روبات جوړونکي ټیم په وینا دغه دستګاه د شیمیایي اغیز پرته د ۲۵۳ نانومتر طول لرونکي څپې په واسطه د ویروس په له منځه وړلو سره چاپیریال ضد عفوني کوي.
د وسایلو د ضد عفوني کولو دستګاه
د آسو اپاس، دستګاه پرته د کوچنیو وسایلو د ضد عفوني کولو له پاره یوه بله دستګاه هم جوړه شوې ده. وسایل د ۳۶۰ درجې دور تر پوره کولو او د ماورا بنفش له وړانګو څخه تر تیریدو وروسته ضد عفوني کیږي. د هرات والي د حکومت له لوري د دغو نجونو د ملاتړ ژمنه کړې ده.
پر له پسې هڅې
تر دې دمخه جمهور رئیس غني، د نجونو له دغه ټیم څخه د ملاتړ له پاره یو میلیون افغانۍ ځانګړې کړې وې. د هرات اوسیدونکو د روبات جوړونکو نجونو دغه نوښت ستایلي او له دولت څخه یې د هغوی پر ملاتړ ټینګار کړی.
د کرونا ویروس د پوهاوي له پاره د یوې لوبې جوړول
د دغو دستګاوو د جوړولو ترڅنګ د کرونا ویروس په اړه د پوهاوي یوه لوبه هم جوړه شوې. په دغه لوبه کې د افغانستان له تاریخي آبداتو استفاده شوې ده.
په هرات کې د روبات جوړونکو نجونو ټیم بنسټ ایښودونکې رویا محبوب ده.