افغان حکومت دي د بن په غونډه کي د فساد ختمولو ژمنه وکړي
۱۳۹۰ آذر ۱۲, شنبهله اداري فساد سره د مبارزې افغاني شکبې له لوري په کابل کي دويچه ويله ته په لېږل سوې يوه وينا پاڼه کي راغلي چي افغان حکومت په هغه ډله کي چي د بن کنفرانس ته د ګډون له پاره لېږل سوې هغه کسان هم پکښې دي، چي په اداري فساد کي څو کلنه سابقه لري.
د شفافيت د نړيوال سازمان يو تازه راپور هم چي همدا تيره اونۍ خپور شو افغانستان يې د فاسدو ملکونو په کتار کي په دوهم ځای کي راوستی دئ.
له اداري فساد سره د مبارزې دغي افغاني ادارې د بن کنفرانس پر نړيوالو تنظيمونکوغږ کړی، چي له افغان حکومت سره ترهغه وخته سياسي اوږد مهاله تعهد و نه کړي، تر څو د هغو چارواکو د شتمنيو د کنګل ژمنه يي نه وي ورکړې، چي په فساد کي شکېل دي.
له اداري فساد سره د مبارې د دغه کورني بنسټ يوه بله غوښتنه دا ده چي نړيوال متحدين دي د بن په کنفرانس کي له افغان حکومت څخه داسي تعهد هم واخلي، چي له نظام څخه به فساد ورکوي او په دغه برخه کي به په ليکلې بڼه ژمن ليک لاسليکوي.
د دغه بنسټ يوه غړي په کابل کي د خبرو پر مهال د حکومت په دننه کي د سياسي، اقتصادي او ټلونيز فساد له شتون څخه خپله شديده انديښنه څرګنده کړه:
«په حکومت کي فساد د پام وړ وده کړې، افغان حکومت د فساد په خطمولو کي پاته راغلی، په کار ده چي نړيوالو ته د فساد د خطمولو کلکه ژمنه وکړي، که نه نو خلک به نورهم له حکومت څخه نفرت وکړي.»
رسمي شمېرې ښيي چي افغانستان د مالي فساد له اړخه تر شمالي کوريا او صوماليا وروسته دوهم ځای لري، چي ورسره د مرسته شويو پيسو غټه اندازه د زور واکانو جيبونو ته تللي او تقريباً په هره اداره کي يې د پيسو د ورکولو پرته اداري کارونه او د خلکو ستونزي نه اواريږي.
تير کال د مالي فساد له کبله د افغانستان يو لوی خصوصي بانک ( کابل بانک) ډيوالي شو چي دغه کار له افغانستان سره د يو شمېر نړيوالو ټلونو او ادارو مرستي په ټپه ودرولې.
نړيوالو بسپنه ورکونکو افغان حکومت ته خبرداری ورکړی وو، چي بايد مالي فساد له خپلو ادارو ورک کړي که نه نو د دوئ مرستي به همداسي کنګل پاته وي.
افغان حکومت هم ژمنه کړې، چي د بن په کنفرانس کي به چي د دوشنبې په ورځ جوړيږي له دوئ سره د نړيوال سياسي او اقتصادي اوږد مهال تعهد په بدل کي هغوئ ته د فساد د له منځه وړلو او د اداري سيستم د اصلاح په برخه کي غښتلې ژمنه ورکړي.
ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل