اشرف غني: زموږ بریا د جمهوریت بریا ده
۱۳۹۸ بهمن ۲۹, سهشنبهد ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشرې حوا عالم نورستانۍ، د سه شنبې په ورځ په کابل کې د یوې خبري غونډي په ترڅ کې وویل چې تر تفتیش وروسته د افغانستان په تیرو ولسمشریزو ټاکنو کې د کارول شویو رایو له ډلې څخه ۱،۲۸ میلیونه رایې بااعتباره وګڼل شوې چې له ډلې یې ۹۲۳۵۲۹ رایې د اوسني ولسمشر محمد اشرف غني په ګټه کارول شوي دي. دغه شمیر رایې د ټولو کارول شویو رایو ۵۰،۶۴ سلنه جوړوي.
اشرف غني د پایلو تر اعلان څو ساعتونه وروسته په ولسمشرۍ ماڼۍ کې خپلو پلویانو ته وینا وکړه او څرګنده یې کړه چې دا یوازې یوه ټاکنیزه بریا نه بلکې «د افغانستان د اسلامي جمهوریت» بریا ده. هغه وویل چې اسلامي جمهوریت له ګڼ شمیر توطئو سره مخامخ وو چې په پای کې جمهوریت او د افغانستان خلکو بریا ترلاسه کړه.
اشرف غني په خپله وینا کې تر ډیره پورې د افغانستان په اتحاد او اتفاق باندې ټینګار وکړ او ویې ویل: «پر ټولو غږ کوو چې د رقابت او حریف والي شیبې پای ته رسیدلې دي او اوس د اشتراک وخت را رسیدلی دی.»
غني همدا راز وویل چې د حکومت دروازې به یې د ټول ملت او هغو کسانو پر وړاندې پرانیستې وي چې پر اسلامي نظام باندې باور لري. غني وویل: «موږ ډله ایز، فردي او قومي حس نه لرو. زموږ ژمنتیا د افغانستان د اسلامي جمهوریت درې رنګه بیرغ ته ده.»
ولسمشر غني په دې وینا کې د سولې مذاکراتو ته هم اشاره وکړه او ویې ویل: «ټاکل شوې چې د افغانستان ټول شموله او پیاوړې ټولنه طالبان جذب کړي. د دې پروسې نوم مذاکرات دي. پایلې یې ښکاره دي. د طالبانو او یا نورو ډلو پر وړاندې د دولت او ټولنې تټر پرانیستی دی. موږ سوله غواړو.»
غني زیاته کړه: «اوس د دې وخت را رسیدلی دی چې افغانستان متحد کړو. موږ د خلکو او د جمهوریت د نظام په ملاتړ سره د مذاکراتو پر لوري حرکت کوو.»
په ورته وخت کې عبدالله عبدالله چې په ولسمشریزو ټاکنو کې نوماند وو دغه پایلې رد کړي دي او دغه پایلې یې د ولسواکۍ پر وړاندې د یوې کودتا په توګه یادې کړي دي. عبدالله وویل چې هغه د ټاکنو ګټونکی دی او یو ټولشموله حکومت به جوړ کړي.