اشرف غني د ترکیې په اسیا زړه کنفرانس کي برخه اخلي
۱۳۹۸ آذر ۱۷, یکشنبهترکیه به سبا دوشنبه (د ۲۰۱۹ کال د ډسمبر نهمه نیټه) د اسیا زړه په نوم د استانبول کنفرانس کوربه وي. د افغانستان جمهوري ریاست خبر ورکړی دی چي جمهور رئيس اشرف غني نن یکشنبه په دغه کنفرانس کي د شرکت په خاطر د یوه هییات سره ترکیې ته په سفر تللی دی.
د افغانستان خارجه وزارت خبر ورکړی دي چي کنفرانس به د اشرف غني او ترکیې د جمهور رئيس رجب طیب اردوغان په بیانیو سره شروع سي. وزارت همدرانگه ویلي دي چي د استانبول د پروسې کنفرانس به د «سولې، گډون او هوسایني» تر نامه لاندي دایر سي.
که څه هم په دغه کنفرانس کي یوازي خارجه وزیران گډون کوي، خو اشرف غني یوازنی کس دی چي د جمهور رئيس په حیث په هغه کي برخه اخلي. په هغه کي د سیمي ۱۵ خارجه وزیران او ۱۲ بين المللي بنسټونه هم برخه اخلي.
دا هم په داسي حال کي ده چي د دوو ورځو راهیسي د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولي خبري په دوحه کي پیل سوي دي.