اشرف غني احمدزي سعودي عربستان ته سفر وکړ
۱۳۹۳ آبان ۳, شنبهد افغان ولسمشر اشرف غني احمدزي مطبوعاتي دفتر له خوا په خپرې شوې وینا پاڼه کې راغلي دي چې ولسمشر به د خپل دغه سفر په ترڅ کې عمره ادا کړي. دغه بیانیه وړاندې کاږي چې افغان ولسمشر به د سعودي عربستان له ولیعهد او نورو چارواکو سره هم وویني او د دوه اړخیزو موضوعاتو پر سر به خبرې اترې وکړي.
اشرف غني احمدزي له شخړه ییزو ټاکنو وروسته د سپتمبر میاشتې پر ۲۹مه نېټه د ولسمشر په توگه لوړه وکړه او ویلي وو چې دی به خپل لومړنۍ سفر سعودي عربستان ته کوي، ترڅو عمره ادا کړي.
د ولسمشرۍ ماڼۍ په وینا پاڼه کې روښانه شوې نه ده چې افغان ولسمشر به له سعودي چارواکو سره په کومو موضوعاتو خبری وکړې. سعودي عربستان د پاکستان او عربي متحده اماراتو تر څنگ هغه یو هیواد دی چې د طالبانو رژیم یې په رسمیت پیژندلې وو. پخواني ولسمشر حامد کرزي په وار وار له سعودي عربستان څخه د هغه یو هیواد په توگه یادونه کړې چې د افغانستان د سولې په پروسه کې مهم نقش لوبولای شي.
په پام کې ده چې اشرف غني احمدزی به خپل دویم سفر د اکتوبر د میاشتې له ۲۸مې نېټې څخه تر ۳۱مې نېټې پورې د چین هیواد ته وکړي او د دغه هیواد له ولسمشر شي جین پېنگ سره به وویني. پر دې سربیره به افغان ولسمشر له چینایي پانگوالو سره هم لیدنه کتنه وکړي.
د ولسمشر د دفتر د وینا پاڼې له مخې له افغان ولسمشر سره په دغه سفر کې د ده لومړی مرستیال عبدالرشید دوستم، د اجرائیه ریاست لومړی مرستیال انجینر محمد خان، د اصلاحاتو او ښې حکومتوالۍ په برخه کې د ولسمشر ځانگړی استازی احمد ضیا مسعود، د ملي امنیت سلاکار، د بهرنیو چارو سرپرست وزیر او یو شمیر نور چارواکي هم ملتیا کوي.
په کندهار کې ځانمرگی برید
په عین وخت کې په سویلي ولایت کندهار کې د ژیړۍ ولسوالۍ استخباراتي مدیر، په یوه ځانمرگي برید کې وژل شوی دی. دغه خبر د کندهار ولایتي ویاند صمیم خپلواک ورکړی دی. د خپلواک په وینا نوموړې مدیر د جمعې په ورځ د یوه بل نامعلوم کسان سره وژل شوی دي.