اسرائيلو د حماس پر مرکزونو هوايي بريدونه کړي
۱۳۹۹ تیر ۱۶, دوشنبهله غزې تراډې څخه د راکټي بريدونو په ځواب کې اسرائيلو د تندلارې ډلې حماس مرکزونه په نخښه کړي دي. د اسرائيلو پوځ ويلي دي چې هوايي ځواک یې د فلسطنيانو د دغه سازمان تر ځمکې لاندې پراته تاسيسات بمبار کړي دي.
د پوځ په حواله تر دې څو ساعته د مخه د غزې تراډې څخه درې توغندي پر اسرائيلو توغول شوي ول. زياته شوې ده چې يو راکټ د هوايي ځواک له خوا شنډ کړل شوی وو.
د رسنیو په حواله دوه نور بيا د استوگنې د سيمو دباندې لگيدلي ول. خو د دواړو لورو په دې بريدونو کې څوک ټپيان شوي نه دي.
«زموږ ولس ته د جنگ اعلان»
د حماس ډلې چې پر غزې تراډي کنترول لري، د جون مياشتې په پای کې اسرائيلو ته د اردن سيند د لويديځې غاړې د يو شمير سيمو د الحاق څخه لکه د ولسمشر دونالد ترمپ د منځني ختیځ په پلان کې چې ذکر شوی، خبرداری ورکړی وو. زياته شوې وه چې د دغو سيمو الحاق ته به د «زموږ ولس سره د جگړې د اعلان په سترگه وکتل شي.»
يوه ورځ تر مخه له غزې تراډې څخه پر اسرئيلو دوه توغندي وتوغول شول. اسرائيلو یې په ځواب کې د فلسطنيانو په سيمه کې د حماس پر مرکزونو هوايي بريدونه وکړل.
د ترمپ پلان په اصل کې د اسرائيلو له خوا د اردن سيند د لویديځې غاړې د ۳۰ سلنه خاورې چې د ۱۹۶۷م کال راهيسې د اسرائيلو تر ولکې لاندې ده، د الحاق اجازه ورکوي.
لومړي وزير بنيامن نتنياهو هم څرگنده کړې ده چې په دې مسئله کې به هیڅ تیريدنې او جوړجاړي ته چمتو نه شي.
bs/nz (afp,rtr)