استانبول کې د عثماني امپراطورۍ د وخت تاریخي بازار
د ترکیې په استانبول ښار کې تاریخي ستر بازار «قپالي چارشو» د نړۍ یو له پخوانیو بازارونو څخه دی. د دې بازار بنسټ په ۱۹۵۴م کال کې د عثماني امپراطورۍ پر مهال ایښول شوی وو. په دغه بازار کې د بیلا بیلو توکو دوکانونه شته.
د دغه بازار چې د بیلا بیلو توکو د خرڅلاو دوکانونه لري یوه ځانګړتیا دا ده چې سر یې پټ دي. دغه بازار په ۳۱۰۰۰ متر مربع ساحه کې جوړ شوی دی.
په دغه بازار کې د وریښمو کالیو، بوټانو، سینګار توکو، قالین، ساعتونو جوړولو، د موسیقۍ آلاتو او له شیشې څخه د جوړو شوو شیانو کاروبار له پیړیو راهیسې له یوه څخه بل نسل ته انتقالیږي.
دغه ستر بازار د جوړیدو راهیسې په مختلفو وختونو کې د بیلابیلو زیانونو سره مخامخ شوی دی. په شپاړلسمه میلادي پیړۍ کې یوې زلزلې دغه بازار ته سخت زیان واړوه. خو د بازار د چارو سمبالونکو تر ډیره کچه د دغه بازار د اصلي بڼې د ساتلو هڅې کړي دي.
د اټکلونو له مخې هره ورځ دغه بازار ته ۳۰۰ زرو پورې کسان ورځي. په دغو کسانو کې د ځایي خلکو سربیره ډیر شمیر سیلانیان هم شامل وي.
بازار ته پیردونکي په ځانګړې توګه د ترکي سوغاتونو د رانیولو له پاره ځي، چې په کې بیلا بیل ډول خواږه خواړه او همداشان نور توکي شامل دي.
د دغه پخواني بازار یوه په زړه پورې خبره هغه مهال د خدماتو وړاندې کول دي. په دغه څه کې د اوبو نلونه دي چې اوس هم بازار ته راتلونکي کسان د خپلې تندې ماتولو له پاره ترې اوبه څښي.
بازار ته د ننوتلو او له هغې څخه د راوتلو له پاره ۲۱ دروازې دي چې په بیلا بیلو نومونو، نومول شوي دي. په اصل کې دغه بازار له لرګي څخه جوړ وو. خو د اور لګیدنې د یو شمیر پيښو وروسته سلطان مصطفی دریم، قسما له تیږو څخه د دغه بازار د جوړولو امر وکړ.
په بازار کې د ښځو له پاره د دستکولو د دوکانو کمې نه شته. په دغو دوکانونو کې اصلي او مصنوعې څرمنې او همداشان د لاسي کار بیلا ډول دستکولې شته.
په بازار کې د سرو زرو، قیمتي ډبرو او ګاڼې دوکانونه هم شته. په ټوله کې دغه بازار له درو زرو څخه زیات دوکانونه لري.
د ځایي کسانو په لاس جوړ شوي څادرونه هم د خریدارانو توجه ځان ته رااړوي.
دغه بازار ته راتلونکي خریداران له دوکاندارانو سره چنې هم وهي، څو بیه راټیټه کړي او زیاتره مهال په دې کار بریالي کیږي هم.
په بازار کې د کورنو د سینګارولو له پاره هم بیلا بیل ډول سینګار توکي موندل کیږي. انځورونه/لیکوال: شکور رحیم، استانبول