استانبول: په زرونو کسانو د بیو د لوړیدو پرضد مظاهرې وکړې
۱۳۹۷ دی ۲, یکشنبهلکه څنگه چي فرانس پرس خبري آژانس- AFP ته یوه خبریال ویلي دي، مظاهره کونکو د فرانسې د «ژیړو واسکټونو» د غورځنگ په تقلید خپل شعارونه پر ليکل سوو لوحو پورته نیولي وه. هغوی تر ټولو دمخه د تیلو د لوړو بیو پرضد شعارونه ورکول. دوی د «کار، ډوډئ او ازادۍ» نارې هم وهلې.
دپرون شنبه (د ۲۰۱۸ کال د دسمبر ۲۲مه)دغه مظاهره ، چي د ډیرو زیاتو پولیسو له خوا بدرگه کیدله، د مختلفو صنفي اتحادیو، لکه KESK له خوا رابلل سوي وه. هغو ته د ټولي ترکیې څخه خلگ راغلي ول، له هغې جملې څخه د اِدیرنه، بورسا او یالووا له ولایتونو څخه.
د ځينو مظاهره کونکو پر شعارونو باندي «جون» لیکل سوی ؤ. د دوی منظور ددې میاشتي د لیکلو څخه په ۲۰۱۳ م کال کي د جمهوررييس رجب طیب اردوغان پر ضد هغه ولسي احتجاجونه ول، چي د استانبول د گازي په پارک کي یې د حکومت د ساختماني پلانونو پر ضد پر لاري اچولي وه.
همدا یوه اوونئ دمخه د ترکیې په جنوبي ښار، دیارباقیر کي هم د ژوندانه د ضروریاتو د مصارفو د لوړیدلو پرضد مظاهرې تر سره سوي وې او په زرهاوو انسانانو پکښي گډون کړی و.
د همدې عیسوي کال په اگست میاشت کي د یوه اسعاري بحران د رامنځته کیدو راهیسي د ترکیې اقتصاد د سخت رکود سره مخامخ دی. په اکتوبر میاشت کي د انفلاسیون درجه ۲۵،۲۴ سلنې ته لوړه سوه، چي د ۱۵ کلونو راهیسي یې ساری نه دی لیدلی سوی. که څه هم په نومبر میاشت کي د انفلاسیون درجه یو څه راکښته او ۲۱،۶۲ فيصدو ته ورسیده، خو د ورځني ضروریاتو قیمتونه اوس لا هم په ترکیه کي ډیر لوړ دي.
زموږ د آرشیف څخه یو انځوریز البوم:( 26.03.2018)