اسامه بن لادن مړ دی که ژوندی که ژوندی وی چيرته دي؟
۱۳۸۹ مهر ۲۷, سهشنبههغه وختونه چې اسامه بن لادن او د هغه مرستيال ايمان الظواهري به په غارونو او سمڅو کې پټېدل، ويل کيږي اوس تېر شوي دي. دغه خبره د امريکا د متحده آيالتونو د سي ان ان چېنل د افغانستان د چارو کارپوهې باربره ستار کړې ده. هغه دغه خبره د ناټو د يو جګپوړي چارواکي د خولې کوي.
«نوموړی وايي: دا چې اسامه بن لادن او ايمان الظواهري به په سمڅو کې ژوند کاوه، نور زیاتی تاريخ دی.»
اسامه بن لادن او مرستيال يې له پولې ها خوا د پاکستان شمال لويديځ ته وراوښتي دي. هلته بن لادن او د القاعدې مشرتابه په نسبتا آرام ډول په کورونو کې اوسيږي او د سيمه يزو جنګياليو او د پاکستان د څارګرې ادارې آي اس اي د کارپوهانو لخوا ساتل کيږي.
د امريکا متحده آيالتونه له ډېرې مودې راهيسې اټکل کوي چې دغه اداره هم د القاعدې له شبکې او هم له طالبانو څخه ملاتړ کوي. ويل کيږي چې بن لادن په تېرو څو کالونو کې وار په وار د پاکستان په شمال لويديځ کې خپلو پټنځايونو ته تغيير ورکړی دی. يوه موده يې د چين پولې ته څېرمه په غرنيو سيمو کې ژوند کړی دی. اوس وخت د ترهګرۍ د مشر پټنځای د پاکستان په کرم دره کې راپه ګوته شوی دی. دغه خبره د کار پوهی بابره ستار له خوا شوی ده: «د کرم دره د افغانستان پولې ته څېرمه او د بن لادن د تورې بوړې پخواني او په سمڅو کې دننه پټنځای ته نژدې ده. له دغه ځای څخه دی له ۲۰۰۱ کال وروسته پاکستان ته وراوښتی دی.»
د هغه مرستيال الظواهري هم ورسره تللی دی. بن لادن او الظواهري په يو نژدې ځای کې سره اوسيږي، خو کور يې شريک نه دی. دا د دې لپاره چې د القاعدې مشرتابه په يو وار د امريکې د بې پيلوټه الوتکو په يو بريد کې د منځه يونه وړل شي. دغه خبره د ناټو استازي سي ان ان ته کړې ده.
د سي ان ان چېنل لخوا د افغانستان او د پېنتاګون د چارو کارپوهې باربره ستار ټينګار وکړ چې معلومات يې د ناټو له يو جګپوړي استازي څخه اخيستي دي چې د اطلاعاتو د تر لاسه کولو تر ټولو ښه امکانات لري.
دغه اطلاعات چې ښايي د ناټو لخوا ورکړل شوي د لومړي لاس معلومات وي، په واشنګټن کې د څارګرو ادارو له اټکلونو سره سمون خوري. دغه ادارې پاکستان، چې ډېرې غرنۍ سيمې، ډېرې ښې د کشتيو او الوتکو د تګ راتګ لارې او داسې يوه څارګره اداره لري چې شک ورباندې کيږي، د القاعدې لپاره تر ټولو ښه د پټېدو ځای او د القاعدې د فعاليتونو تر ټولو مهمه اډه بولي. د يولسم سپتمبر د بريدونو ټول مهم طرحه کونکي له رمزي بن الشيب نيولې تر خالد شيخ محمده پورې، په پاکستان کې ونيول شول.
رالف سینا/ نسیم صابر
کتونکی عبدالباري حکيم