ارګ: د ولسمشر او لومړۍ میرمنې د کرونا آزموینه منفي ده
۱۳۹۹ اردیبهشت ۲, سهشنبهد افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي، پر خپل تویتر باندې لیکلي دي چې ولسمشر اشرف غني او میرمن یې رولا غني، په خپله خوښه د کرونا ویروس آزموینه ترسره کړې وه چې پایلې یې منفي دي.
هغه زیاته کړې: «ولسمشر غني روغ رمټ دی او د دولت ټولې چارې رهبري او مدیریت کوي.»
دا په داسې حال کې ده چې په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د کرونا ویروس د خپریدو په اړه تر رپوټونو وروسته، ولسمشر غني ډیر وخت په غونډو کې د ویډیو کنفرانس له لارې ګډون کوه. په دې ترتیب نو ۷۰ کلن ولسمشر غني، د ارګ له کارکوونکو سره خپل فزیکې اړه کمه کړې ده.
صدیقي په خپل پیغام کې ویلي دي چې د ولسمشر د کاري محیط د مصئونیت په خاطر اړین احتیاطي تدابیر نیول شوي دي.
په افغانستان کې د کرونا ویروس مخ په خپریدو دی او پرې د اخته کسانو شمیر له ۱۰۰۰ اوښتی دی. تر ولسمشر غني مخکې د کانادا او آلمان په څیر هیوادونو مشرانو هم په خپله خوښه ځانونه قرنطین کړي ول او د کرونا ویروس آزموینې یې ترسره کړې وې. خو د انګلستان د لومړي وزیر بوریس جانسون، د کرونا آزموینه بیا مثبت وه، او له همدې کبله هغه څو شپې د یوه روغتون په عاجلې څانګې کې هم تیرې کړې.
کرونا ویروس په ځانګړې توګه د هغو کسانو له پاره ډیر خطرناکه وي چې عمر یې زیات او مخکینۍ ناروغۍ ولري.