1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاوکرایین

اروپايي ټولنې اوکراین ته د ۳۵ میلیارده يورو پور ژمنه وکړه

۱۴۰۳ شهریور ۳۰, جمعه

اروپايي ټولنې د جمعې په ورځ د اوکراین د بیا رغونې له پاره د ۳۵ میلیارده يورو پور د ورکړې ژمنه وکړه. د اوو سترو صنعتي هیوادونو له لوري دغه پور به تر ورکړې مخکې د ټولو غړو هیوادونو له لوري لاسلیک کیږي.

https://p.dw.com/p/4kuHU
دغه پور به تر ورکړې مخکې د جي اوه غړو هیوادونو له لوري لاس لیک کیږي.
اروپايي ټولنې د جمعې په ورځ د اوکراین د بیا رغونې له پاره د ۳۵ میلیارده يورو پور د ورکړې ژمنه وکړه.انځور: Valentyn Ogirenko/REUTERS

اوو سترو صنعتي هیوادونو د جمعې په ورځ (۲۰۲۴م کال د سپتمبر۲۰) له اوکراین سره د ۳۵میلیارده يورو (۳۹ ميليارده ډالره) پور پر ورکړې توافق وکړ. د اروپايي اتحادیې مشرې اورزولا فون دیر لاین، د جمعې په ورځ وویل چې دغه پور به په اروپايي ټولنه کې د روسیې د کنګل شویو شتمنیو څخه ورکړل شي.

د اروپايي اتحادیې مشرې اورزولا فون دیر لاین، چې په کیف کې یې د اوکراین د ولسمشر سره په ګډه خبرې کولې وویل: «موږ اوس ډاډه یو چې موږ کولی شو ډیر ژر اوکراین ته دغه پور ورکړو، داسې پور چې په [اروپايي ټولنه] کې د روسیې د کنګل شویو شتمنیو د ګټې څخه په لاس راځي.»

فون دیر لاین، په خپلو خبرو کې د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلنسکي، ته په خطاب کې وویل چې دا پور به تاسې ته ډیر اړین مالي امکانات په لاس درکړي. تاسې به په خپله پریکړه کوئ چې دغه پیسې چیرته په ښه توګه مصرف کړل شي.

اوکرایناوسمهال پر دغه هیواد باندې د روسیې د پوځي یرغل په نتیجه کې د خپل پاشل شوي اقتصاد له پاره عاجلو اقتصادي مرستو ته اړتیا لري. سربیره پر دې، دغه پور به له اوکراین سره مرسته وکړي چې په را روان ژمي کې د روسیې په بمباریو کې د دغه هیواد د برېښنا د لیږد مزې بیا ورغوي څو اوسیدونکي یې په ژمي کې له برېښنا بې برخې نه شي.

اوکراین ته دغه ورکول کیدونکی پور به په اروپايي ټولنه کې د روسیې د کنګل شویو شتمنیو له ګټې څخه ورکول کیږي.
اروپايي اتحادیې په ۲۰۲۲م کال کې پر اوکراین باندې د روسیې تر پوځي یرغل وروسته د روسیې د مرکزي بانک شاوخوا ۲۳۵ میلیارده ډالر په ارزښت شمتنۍ کنګل کړي دي. انځور: Efrem Lukatsky/AP Photo/picture alliance

د اوو سترو صنعتي هیوادونو له لوري د پور دغه پلان چې تر ورکړې مخکې یې باید د غړو هیوادونو له لوري تصویب او لاسلیک شي، د اوو سترو هیوادونو یا جي ۷ د روان کال د جون میاشتې د هغه ستر پلان برخه ده چې غواړي اوکراین ته د روسیې د کنګل شویو شتمنیو د پیسو له ګټې څخه ۵۰ میلیارده ډالر مرسته وکړي.

اروپايي اتحادیې په ۲۰۲۲م کال کې پر اوکراین باندې د روسیېتر پوځي یرغل وروسته د روسیې د مرکزي بانک شاوخوا ۲۳۵ میلیارده ډالر په ارزښت شمتنۍ کنګل کړي دي. دغه مقدار پیسې په بهرنیو هیوادونو کې د روسیې تر ټولو لوړ مقدار پیسې دي چې کنګل شوي دي.

د دغو پیسو شاوخوا ۹۰ سلنه برخه یې د پیسو د لیږد د نړیوال سازمان یورو کلیر چې مرکز یې په بلجیم کې دي، لخوا راګرځول شوي دي.

اوس د جي ۷ هیوادونو له لوري اوکراین ته د مالي مرستو د ورکړې پروګرامله ځنډ سره مخامخ دی، ځکه چې امریکا متحده ایالاتو له اروپايي ټولنې د داسې تضمیناتو غوښتنه کړې ده چې له مخې یې د روسیې کنګل شوې پیسې همداسې کنګل پاتې شي. په اوس وخت کې د اروپايي ټولنې غړي هیوادونه اړ دي چې په هرو شپږو میاشتو کې یوځل د روسیې د کنګل شویو پیسو د کنګل کیدو موده بیا ځلې تمدید کړي. د اروپايي ټولنې چارواکي وايي چې بروکسل غواړي د دغه تمدید مود د شپږو میاشتو پر ځای اوس ۳۶ میاشتو ته وغځوي.

خ.ح / ن. ز