اروپايي اتحادیه له «کوواکس» سره ۴۰۰ میلیونه یورو مرسته کوي
۱۳۹۹ شهریور ۱۱, سهشنبهاروپايي اتحادیي د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د «کوواکس» په نامه د کرونا واکسین له ائتلاف سره یوځای کیږي. د دې ائتلاف هدف چې د نړیوال روغتیایي سازمان په ابتکار رامنځته شوی دی د کرونا احتمالي واکسین ته په نړیواله کچه لاسرسی دی.
د اروپایي اتحادیي کمیسیون اعلان کړی دی چې د دې پروګرام د ملاتړ له پاره ۴۰۰ میلیونه یورو اختصاصوي. د اروپایي اتحادیي د کمیسیون مشرې اورزولا فون دیر لاین ویلي دي هدف دا دی چې په ټولیزه توګه یو کار ترسره شي، څو «د ټیټ او متوسط عاید لرونکو هیوادونو له پاره د کرونا احتمالي واکسین خریداري شي.»
د اروپایي اتحادیي کمیسیون مشرې ویلي دي: «زه ډاډمنه یم چې دا پروګرام موږ خپلې موخې ته یعنې دې ویروس ته ماتې ورکولو ته نږدې کوي، ځکه یو ټکې واضح دی: تر هغې چې ټول، که هغه په اروپآ کې وي او که د نړۍ په نورو برخو کې د دې ویروس پر وړاندې مصئون نه وي، موږ به مصئون نه شو.»
میرمن دیر لاین زیاته کړه: «په دې پروګرام کې د اروپايي اتحادیي د ګډون د ونډې د شرایطو او جزویاتو په اړه په راتلونکو ورځو او اونیو کې کار کیږي.»
د ټولو هیوادونو له پاره دوه بیلیونه دوزه واکسین
د «کوواکس» پروژې هدف دا دی چې د ۲۰۲۱م کال تر پایه پورې د نړۍ له مختلفو بازارنو څخه د کرونا د احتمالي واکسین دوه بیلیونه دوزه خریداري شي. سربیره پر دې دا پروګرام په پام کې لري چې اخیستل شوی واکسین د نړۍ د ټولو هیوادونو په اختیار کې ورکړي.
آژانسونه: ش.ن/ ن.ز
پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: