افغانستان سره د اروپايي اتحاديې د نوو مرستو د چمتووالي اعلان
۱۴۰۳ خرداد ۲۲, سهشنبهاروپايي کمېسيون د دوشنبې په ورځ په بروکسل کې افغانستان ته د شاوخوا ۱۲۵ میلیونه یورو (۱۳۴.۵ امریکايي ډالر) نوو بشري مرستو د چمتو کېدو اعلان وکړ. کمېسیون ويلي دي چې دغه پیسې به د مرستندوی سازمانونو له لارې په افغانستان کې د قحطۍ خطر د مخنيوي په موخه لګول کيږي.
د آلمان خبري آژانس په حواله، دغه پيسې به په اولیه او اړینو مواردو لکه خوراکي موادو، سرپناه، روغتیايي خدماتو، اوبو او حفظ الصحې ته د لاسرسي په برخو کې لګول کيږي.
خبرځای زیاتوي چې له یاد مقدار پیسو علاوه، ۱۲ ميلیونه یورو به پاکستان ته د افغان مهاجرو او طبيعي پېښو سره د مبارزې په خاطر انتقال شي او همدارنګه شاوخوا ۱۰ ميلیونه یورو په ایران کې د هغو بشري سازمانونو له پاره په نظر کې نیول شوي چې د افغان مهاجرو له پاره کار کوي.
اروپايي کمېسیون چې له ۱۹۹۴ راهیسې ېې له افغانستان سره بشري مرستې جاري ساتلي دي، وايي چې تر اوسه ېې له دغه هېواد سره شاوخوا ۱ اعشاریه ۸ ميلیارده یورو مرستې کړي دي. تېر کال ېې په مجموع کې څه کم ۱۶۰ ميليونه یورو مرستې کړې وې.
په افغانستان کې وضعیت، د نړۍ یو د تر ټولو ستر بشري بحران په توګه ارزول کیږي.
د اروپايي کميسیون پر اساس، د افغانستان شاوخوا ۲۴ ميلیونه وګړي پر بهرنیو مرستو متکي دي او دغه راز له ۱۵ ميلیونو ډېر وګړي د غذايي خوندیتوب له اړخه تر سخت کړيږي.
(dpa)mks/bs