اروپايي اتحاديه او مصر د ميليارډونو ډالرو تړون لاسلیک کوي
۱۴۰۲ اسفند ۲۷, یکشنبهپه پام کې ده چې اروپايي اتحادیه او مصر به د یکشنبې په ورځ (د ۲۰۲۴م کال د مارچ ۱۷مه) د سلا شوو موضوعاتو اړوند تړونونه لاسلیک کړي. په دغه تړونونو کې مصر سره چې دا وخت د نغدو پیسو له کمښت سره مخ دی د ۷ اعشاریه ۴ ميليارډه یورو (۸ ميليارډ ډالر) په ارزښت د پور یوه بسته، بلاعوض مرستې او اروپا سره د انرژۍ په برخه کې همکاري شانته ټکي شامل دي.
د اروپايي کمیسیون یوه لوړپوړي چارواکي خبريالانو ته وويل چې دغه قرارداد به په راتلونکو کلونکو کې د ملیارډونو يورو اعتبار او د اوکراین جګړې په جريان کې «له روسي ګازو څخه د لا لرې پاتې کېدو له پاره» داسې معاملات په بر کې ولري چې اروپا سره د مرستې په موخه د مصرۍ انرژۍ واردات چټک کړي. دغه چارواکي وويل چې «مصر نن او سبا د اروپايي اتحاديې له پاره یو بحراني هيواد دی.»
د فرانسې خبري آژانس د رپوټ پر اساس، د اروپايي اتحاديې مشره، اورزولا فون دير لاین چې په پام کې ده د اتریش، بلجيم، قبرس، یونان او ايټاليا دولتي مشران به هم ورسره په قاهره کې یو ځای شي، نن ناوخته د مصر له ولسمشر، عبدالفتاح السيسي سره دغه تړون لاسليک کړي.
په څلورو کلونو کې ۵ مليارډه يورو
یوه چارواکي د خپل نوم د نه ښودلو په شرط وویل چې په شوي توافق کې د څلورو کلونو په جریان کې د پنځو میلیارډو یورو پور ورکړه، ۱ اعشاريه ۸ مليارډه یورو د پانګونې په برخه او د مهاجرت موضوع په ګډون د دوه اړخیزو پروژو له پاره په سلونو ميليونه یورو شاملې دي.
د اروپا د بهرنیو سرحدونو ساتونکي آژانس، فرانټيکس، تېر کال اروپا ته د نژدې ۱۵۸زره مهاجر ثبت کړي چې پر سختو سمندري لارو ېې ځانونه اروپا ته رسولي دي.
مصر دا وخت له جګړه ځپلې هېواد ليبیا سره پر پولو او همدارنګه په غزه او سوډان کې د روانو جګړو له کبله په سخت اقتصادي بحران کې ډوب دی. په غزې تړانګه کې د حماس او اسرائيلي ځواکونو تر منځ او په سوډان کې بیا د پوځ او د پوځ د رقيبي ډلې، د چټک ملاتړ ځواکونو (RSF) ترمنځ جګړه روانه ده.
د تروریزم ضد همکاري او د سرحداتو محافظت
د اروپايي کمیسیون دغه چارواکي د مصر «مهم موقعیت ته چې له ليبیا، سوډان او غزې تړانګې سره ډېر سخت ګاونډيتوب او سرحدونه لري» اشاره وکړه. هغه دا هم وويل چې په دغه تړون د «امنیت، د تروریزم ضد همکارۍ او د سرحداتو محافظت. په ځانګړې توګه جنوبي سرحدات» چې سوډان سره نښتې دي، موضوعات شامل دي.
د مهاجرت نړېوالې ادارې د ارقامو له مخې، مصر واردمخه د ۴ ملیونه سوډاني او یونیم ملیون سوريايی مهاجرو په ګډون په ميلیونو مهاجرو ته ځای ورکړی دی.
په رپوټ کې زیاته شوې چې د قاهرې په ناسته کې به د حماس او اسرائيل پر روانې جګړې «اصلي تمرکز نه کيږي، خو د بحثونو یوه برخه به وي.» په غزې تړانګه کې د حماس او اسرائيلي ځواکونو تر منځ روانه جګړه د اپريل له ۷مې کله چې حماس پر اسرائيل حمله وکړه، ادامه لري. په دغه حمله کې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان ووژل شول او شاوخوا ۲۵۰ نور يرغمل ونيول شول. د اسوشتید پریس د نن یکشنبې ورځې رپوټ پر اساس، په غزه کې د عامې روغتیا وزارت وايي چې تر اوسه په دغه جګړه کې ۳۱۶۴۵ تنه فلسطينیان وژل شوي دي.
حماس وسلواله ډله پر نورو هېوادونو سربیره د امريکا متحده ايالاتو، آلمان، اسرائيل او اروپايي ټولنې له خوا د تروريستي سازمان په توګه درجه بندي شوې ده.
(AFP)mks/aa/
له آرشیف څخه: