اتریش په سلونه مهاجر بیرته سلوانیا ته استولي دي
۱۳۹۴ دی ۹, چهارشنبهد اتریش پولیسو له ۴۰۰ څخه ډیر هغه مهاجر بیرته سلوانیا ته استولي دي چې غوښتل یې له پولې تیر شي او ځان اتریش ته ورسوي. ښایي دې کسانو اروپا ته د ننوتو له پاره د خپل د هویت په اړه دروغ ویلي وي.
د اتریش ملي تلویزیون ORF، د کارینتیا ښار د پولیسو ویاند راینر دیونسو، په حواله وايلي دي: «ډیر شمیر [مهاجر] وايي چې له سوریې څخه دي، خو موږ یوې لنډې مرکې ته اړتیا لرو چې په دې پوه شو چې هغوې د هغې سیمې نه دې چې وایي دوی ترې راغلي دي.»
هغه همداراز زیاته کړې ده: «ژبه او لهجه يې تفاوت لري او همداراز هغوي د خپل اصلي هیواد په اړه چې ادعا کوي ترې تښتیدلي دي معلومات نه لري. نو ځکه د هغوې هویت معلوم نه دی او موږ نه شو کولای هغوی ته اجازه ورکړو.»
د پولیسو ویاند ویلي دي: «موږ باید هغوی بیرته سلوانیا ته واستوو او هلته به له دوې څخه نورې پلټنې کیږي.»
د سلوانیا STA خبري اژانس په وینا د اتریش سرحدي ساتونکو د شنبې په ورځ (د دیسمبر ۲۶مه نټه) ۴۱۳ مهاجر بیرته سلوانیا ته استولي دي. خو د اتریش APA خبري اژانس ویلي دي چې د سلوانیا د کورنیو چارو وزارت مرستیال بوستین سیفیچ د سه شنبې په ورځ (د دیسمبر ۲۹مه نیټه) ویلي دي چې له دې کسانو څخه شاو خوا نیم یې بیرته اتریش ته د تګ اجازه ترلاسه کړې ده.
اتریش د مهاجرو پر وړاندې امنیتي تدابیر ډیر کړي دي. له هغې وروسته چې پولیسو وویل چې په کریسمس او نوي کال کې یې د بریدونو ګواښونه ترلاسه کړي دي نو دي هیواد هم پر خپلو پولو امنیتي تدابیر ډیر کړل. تیره اوونۍ د مهاجرت نړیوال سازمان (IOM) وویل چې سږ کال له یو میلیون څخه هم ډیرو مهاجرو او کډوالو ځانونه اروپا ته رسولي دي.