1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اتریش افغانستان ته د مجرمینو د اخراج اروپايي حل لاره غواړي

۱۴۰۳ خرداد ۲۴, پنجشنبه

اتریش په دې هڅه کي دی چي افغانستان او سوریې ته دي د مجرمو مهاجرو د اخراج له پاره د اروپا په سطحه يوه حل لاره پیدا سي. افغانستان ته د اخراج موضوع د جرمني په منهایم کي د یوه افغان له خوا د چړې تر برید وروسته توده سوې ده.

https://p.dw.com/p/4gzZl
Österreich Innenminister Gerhard Karner
د اتریش داخله وزیر، گیرهارد کارنرانځور: Dursun Aydemir/AA/picture alliance

اتریش، سوریې اوافغانستان  ته د مجرمينو د اخراج د امکاناتو د برابرولو له پاره د یوې اروپايي حل لاري غوښتونکی دی. د اتریش د کورنیو چارو وزیر گرهارد کارنر، د پنجشنبې په ورځ د اروپايي ټولني له هیوادونو څخه د خپلو همکارانو تر لیدلو مخکي، آلمانۍ ورځپاڼي «ویلټ» ته وویل: «موږ دغه موضوع د اروپايي ټولني د داخله وزیرانو په جلسه کي مطرح کوو. تر ټولو ښه لار یې داده چی د دغي پوښتني له پاره د حل یوه اروپايي لار پیدا سي.»

کارنر په دغه مرکه کی وویل: «موږ باید خپلو ټاټوبو ته د ترهگرو او مجرمو کسانو د بیرته ستنیدو له پاره قانوني امکانات پیدا کړو. دا کار ساده نه، خو ضروري دی.»

د می میاشتي په پای کي یوه ۲۵ کلن افغان مهاجر د جرمني په منهایم ښار کي د اسلام منتقد حرکت «پکس اروپا» پر غړو د چړې برید وکړ او د یوه پولیس په گډون یې څو کسان زخمیان کړل.

هغه پولیس چي په دغه پیښه کي سخت زخمی سوی وو، وروسته یې ساه ورکړه. له دې پیښې وروسته په آلمان کي د حاکمو گوندونو ځینو سیاستوالو او همدارنگه اپوزیسیون د هغو افغان مهاجرو د اخراج د بیرته پیلولو غوښتونکي سول چي جرمونه کوي او یا هم د آلمان د امنیت له پاره خطر پیښوي.

د جرمني د کورنیو چارو وزیره نانسي فيزر، غواړي چي افغانستان ته د دغه ډول اخراجونو قانوني امکانات ارزیابي کړي.

د ۲۰۲۱ کال په اگست کي واک ته د طالبانو له رسیدو راهیسي، افغانستان ته له آلمان او اتریش څخه د افغانانو اخراج په ټپه دریدلی دی.

کارنر، د جرمني د ائتلافي حکومت د برنامو هرکلی وکړ او وې ویل: «زه د دې کار څخه چی د جرمني حکومت په عملي کار پیل کوي او غواړي مجرمین او ترهگر افغانستان ته واستوي، هرکلی کوم.»

هغه په دې جملې سره چي «ما دغه بحث دوه کاله مخکي رامنځته کړی وو.« زیاته کړه چي باید داسي امکانات رامنځته سي ترڅو وکولای سو سوریې او افغانستان ته اخراجونه له سره پیل کړو.»

د اتریش د محافظه کاره گوند ÖVP دغه سیاستوال وویل: «له دې کبله دا کار ښه دی چي دلته لا ډېري هلي ځلي رواني سي او د آلمان په زیاتیدو سره، سوریې او افغانستان ته د اخراج پر پلویانو یو نوی او قوي شریک اضافه سي.»

دغه خبر لومړی زموږ په همکاره رسنۍ ، اینفومایگرانس کی خپور سوی دی.

د منهایم برید؛ آیا افغانستان ته اخراج ممکن دی؟

gp/nz (Reuters, AFP)