ابوظبي د کرونا واکسين آزمايښتي پړاو پيل کړ
۱۳۹۹ تیر ۲۷, جمعهپه ابوظبي کي د روغتيا چارو د ادارې رئيس شيخ عبدالله بن محمد بن بطي په يوه ويډيو کي د جمعې په ورځ ويلي دي: «مخکي تر دې چي د دغه واکسين توليد تائيد سي، دريم پړاو يې وروستی پړاو دی.»
د چارواکو په خبره دغه واکسين به په راتلونکو ۶ مياشتو کي پر ۱۵۰۰۰ کسانو و آزمويل سي. د «جي ۴۲» په نوم صحي شرکت له خوا د پنجشنبې په ورځ په خپره سوې اعلاميه کي راغلي دي چي د چين د دارو جوړولو شرکت «سينو فارم» دارو د کرونا د مړه سوو ويروسونو پر اساس جوړ سوي دي.
اړوند: کرونا زيات پاکستاني کارګر په عربي اماراتو بې روزګاره کړي
چارواکو زياته کړې ده چي عربي امارات د همکارۍ له پاره ځکه غوره ملگری دی چي دلته تر ۲۰۰ زيات مليتونه ژوند کوي او دا څېړونکو ته ستر امکان دی چي پر مختلفو قومونو واکسين و ازمويل سي. د عربي اماراتو د چارواکو د معلوماتو له مخي هلته تر اوسه د کرونا ويروس ۸۰۰۰ پيښي ثبت سوي دي.
لکه څرنگه چي «جي ۴۲» شرکت ويلي دي چي د دريم پړاو ازموينه به په چين کي د لومړي او دوهم پړاو تر برياليو آزمويني وروسته چي په هغه کي سل په سلو کي هغه کسان ازمويل کږي چي «انتي بادی» ولري، ترسره سي.
همدااوس په نړۍ کي د کرونا ويروس ضد واکسین جوړولو له پاره ۱۵۰ پروژې رواني دي. د روغتيا نړيوال سازمان د معلوماتو پر اساس تر اوسه پوري ۲۰ واکسينه آزمويل سوي دي چي ډېر لږ يې د ابوظبي د پروژې په شان پرمختللي وې.