«ابو ايوانکا» په سعودي عربستان کي
د امريکا د متحده ايالاتو ولسمشر دونلد ترمپ د ولسمشر کېدو وروسته و بهر ته لومړی سفر دی. دا چي هغه لومړی سعودي عربستان ته ورځي، د دواړو اړخونو له خوا يو سمبوليک او مهم اقدام بلل کيږي.
لومړی په رياض کي
دونلد ترمپ د ولسمشر په توګه خپل لومړی سفر و سعودي ته وکړ. په رياض کي د هغه د ښه راغلاست له پاره ځانګړي مراسم نيول سوي ول.
۹ ورځي سفرونه
دونلد ترمپ به ۹ ورځي پرله پسې و سعودي عربستان، اسرائيل، واټيکان او وروسته د ناټو غونډي ته سفر وکړي. په دغه سفرونو کي به هغه د زياتو دپلوماتيکو ننګونو په هکله جواب ويلو ته اړ وي.
د مېرمني سره
د ترمپ مېرمنه ميلانيا ترمپ هم د هغه سره په دغه سفر کي ملګرې ده.
د شاه سلمان له خوا ښه راغلاست
د ترمپ د ښه راغلاست له پاره پخپله د سعودي عربستان پاچا شاه سلمان د خپلو لوړپوړو دولتي چارواکو سره حاضر سوی ؤ.
ستړې مه شې
شاه سلمان د دونلد ترمپ د الوتکي ځينو ته نژدې د ښه راغلاست له پاره ورغلی ؤ.
لومړی روغبړ
کله چي دونلد ترمپ د خپلې مېرمني ميلانيا سره له الوتکې راکښته سو نو شاه سلمان هغه ته د ستړې مه شې لاس ورکړ او وروسته يې د ميلانيا سره هم د لاس روغبړ وکړ. دا لومړی ځل دی چي دغه دوه مشران په مستقيمه توګه سره ويني.
مهم موضوعات
يو شمېر عربي ژبو رسنيو و سعودي عربستان ته د دونلد ترمپ لومړی سفر ډېر مهم بللی دی. بعضو دغو رسنيو په خپلو مطالبو کي هغه ته «ابو ايوانکا» يا د ايوانکا د پلار خطاب هم کړی دی. نوموړی به په سعودي کي پر مهمو موضوعاتو خبري وکړي.
ترهګري
په پام کي نيول سوې چي دونلد ترمپ به د سعودي عربستان د دولت سره د ترهګرۍ په تړاو تفاهم ليک امضا کړي.
اقتصادي تړونونه
سعودي عربستان د امريکايي وسله جوړونکو شرکتونو تر ټولو مهم خريدار هيواد بلل کيږي. اټکل کيږي چي دغه موضوع به هم و سعودي ته د ترمپ د سفر له اجندا څخه يوه وي.
د عربي هيوادونو ټلواله
بعضو رسنيو داسي راپورونه خپاره کړي چي ترمپ غواړي د عربي هيوادونو يو ټلواله رامنځ ته سي تر څو امريکا يې د ايران پر ضد په سيمه کي تقويه کړلای سي.
بهرنی سياست
په داسي حال کي چي دونلد ترمپ په کورني سياست کي د يو شمېر ننګونو او لانجو سره مخامخ دی، کتونکي اټکل کوي چي ښايي هغه اوس غواړي د بهرني سياست له لاري لاس ته راوړنې ولري.
اسرائيل
اسرائيل به د دونلد ترمپ د سفرونو په لړۍ کي دويم مقام وي. په داسي حال کي چي هغه د ولسمشرۍ له پاره د کانديدۍ په وخت د منځني ختيځ په هکله خبري نه کولې، اوس غواړي هلته د سولي خبرو اترو ته د لاره هوارولو هڅه وکړي. دغه موضوع به د سعودي عربستان سره هم مطرح کيږي.