ائتلافي ځواکونو د حوثیانو پر یو پوځي کمپ بمباري کړې
۱۴۰۰ دی ۲, پنجشنبهائتلاف ويلي دي چې په دغو هوايي حملو کې ېې د حوثیانو په پوځي کمپ کې ۷ ډرون الوتکې او یوه د وسلو زیرمه له منځه وړې ده. د رويټرز په حواله، ائتلاف زیاته کړې چې دغه بمبارۍ يې د حوثي یاغیانو د يوې ډرون الوتکې په ځواب کې کړي چې د حوثيانو له حریم څخه د سعودي عربستان د سرې بحیرې اړوند ښار جیزان پر لور هدایت شوې وه.
د یمن پلازمينه صنعا د حوثي ياغیانو په تصرف کې ده کوم چې له ایران سره همغږي لري. دغه ډله د اوو کلونو راهیسې د عرب ائتلاف پر ضد جنګیږي. دغه ائتلاف بيا د یمن په نړیواله کچه په رسميت پيژندل شوي حکومت څخه ملاتړ کوي.
د حوثيانو له خوا چلوونکي تلویزيون »مسیرا« وويل چې په هوايي حملو کې چې د ورځې په لومړيو ساعتونو کې وشوې، د صنعا په ګاونډ کې د سباييانو (Sabaeen) سیمه په نښه کړې چې ځينې ملکي کورونه او یو زيږنتون او د ماشومانو يو روغتون په کې ويجاړ شوي دي.
د یمن په جګړو کې په لسونو زره انسانان وژل شوي او په ميلیونو يې له خپلو کورونو بيځايه کړي دي.
په دغو جګړو کې حوثي ياغیان په منظمه توګه د سعودي عربستان په خاوره کې سیمې په ډرون او توغندیو په نښه کوي، چې سعودي عربستان بیا د هغو په ځواب کې د یمن په داخل کې هوايي بریدونه کوي.
د سعودي عربستان په مشرۍ دغه پوځي ائتلاف وايي چې دوی دغه پوځي عملیات د نړیوال بشري قانون پر اساس کوي.
د رپوټونو مطابق دغه ائتلاف د دوشنبې (۲۰۲۱م کال د دسمبر۲۰ نېټه) په ورځ د یمن د پلازمېنې صنعا هوايي ډګر په توغندیو ویشتلی وو. خو تر دغو بریدونو مخکې د نړیوالو او بشردوستانه سازمانونو په ګډون له ملکيانو څخه له هوایي ډګره د سملاسي وتلو غوښتنه شوې وه.