۱۴۰۳ آذر ۲۸, چهارشنبهتیره اونۍ د طالبانو د یو جګپوړې چارواکي وژل کیدو د افغانستان د امنیت په اړه اندیښنې او غبرګونونه راپاورلي دي. خلیل حقاني چې د کډوالو او راسنتیدونکو چارو وزارت وزیر و، د حقاني شبکې مهم غړی او د سراج الدین حقاني کاکا و. د نوموړي د وژنې مسولیت اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش پر غاړه واخیست خو ځینې شننې او یو شمیر کارپوهانو بیا د نوموړي وژل کیدل د طالبانو خپل منځني اختلافات ګڼي.