1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آیا طالبان په هره ولسوالي کې لس مدرسې جوړوي؟

۱۴۰۱ اردیبهشت ۵, دوشنبه

د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت د نوې طرحې له مخې، د افغانستان د هرې ولسوالۍ له پاره له ۳ تر ۱۰ دیني مدرسې په پام کي نيول شوي. خو د چارو یوشمېر کتوونکي د دغسې یوې طرحې پر هر اړخیز تطبیق باور نه لري.

https://p.dw.com/p/4AP5K
Madrassa Pakistan
انځور: AAMIR QURESHI/AFP/Getty Images

د طالبانو د حکومت د پوهنې وزیر مولوي نورالله منیر لوګر ته د خپل سفر پرمهال ویلي دي چې د اسلامي شریعت په اډانه کې دیني او عصري زده کړو ته زمینه برابروي.

دی په دې اړه د طرحو خبره کوي چې یوه یې د افغانستان د هرې ولسوالۍ له پاره د لسو دیني مدرسو جوړولو طرحه ده.

په دې حساب طالبان غواړي په افغانستان کې تر ۴ زرو ډېرې دیني مدرسې جوړې کړي.

طالبان داسې مهال دا اعلان کوي چې دمګړی په افغانستان کې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړلي دي.

د افغانستان د پوهنې وزارت یوه پخواني معین محمد صدیق پتمن دویچه ویله ته وویل، د اوسني پوهنیز نظام وضعیت ته په کتو د نورو په پرتله د نجونو ښوونځیو جوړولو ته ډېره اړتیا ده: »د هلکانو په ټولنه کې تر هلکانو زيات د نجونو ښوونځیو ته ضرورت لیدل کیږي، د نجونو ښوونځي د ټولو غوښتنه ده چې په مدرسو پورې اړه نه لري او موږ له پخوا هم په کافي اندازه مدرسې لرو.»

د پتمن په وینا دیني زده کړې د شخصیت جوړونې په برخه کې ګټورې تمامیږي، خو د عصري زده کړو ځای نه شي نېولی.

سیاسي شنونکي سید حبیب دویچه ویله ته وویل، اوسمهال شاوخوا ۱۵ زره دیني مدرسې افغانستان کې شته چې ډېرې یې ثبت هم نه دي. ده په دې اړه ځینې پوښتنې مطرح کړې: «اول دادی چې د دغو مدرسو د تاسیس مصارف څوک ورکوي، دا به د خلکو په چندو جوړیږي او که د افغانستان د معارف وزارت له بودجې یې پیسې ورکول کیږي؟ دویمه خبره داده چې دلته به کوم نصاب تدرسیږي ایا دیوبندي نصاب تدرسیږي او یا د پاکستاني مدرسو نصاب.»

افغانستان کې تر ۴ زره ډېرو دیني مدرسو جوړولو د طرحې پر څرنګوالي او جزیاتو په اړه مو ددغه وزارت له ویاند عزیز احمد ریان څخه وپوښتل خو هغه دا کلیوالي ښوونځي وبلل، چې پروینا دیني او عصري مضامین به پکې تدرسیږي.

«دغه کلیوالي مکاتب به له لومړي ټولګي څخه تر دریم ټولګي پورې وي چې په لومړي ټولګي کې به د لیک تر څنګ څلور مضامین، دویم ټولګي کې شپږ او دریم ټولګي  کې به پنځه مضامین لوستل کیږي.»

د بشري حقونو د څار غبرګون

هاخوا د بشري حقونو د څار ډلې د دیني مدرسو په اړه د طالبانو وروستۍ طرحې ته غبرګون ښودلی او انتقاد یې کړی دی چې طالبانو په اتو میاشتو کې د نجونو ښوونځیو پرانېستلو له پاره پر یوه طرحه هوکړه ونه کړه، خو کولای شي چې »د ۴۲۴۴ نویو مدرسو جوړولو له پاره پيسې پيدا کړي؟»

د بشري حقونو څار د ښځو چارو مرستیالې هیدر بار پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي: «طالبانو په داسې شرایطو کې د زرهاوو مدرسو جوړولو پلان نېولی چې په دې هيواد کې ۹۵ سلنه خلک وږي دي.»

په افغانستان کې د نوي ښوونیز کال له پيله شاوخوا یو میاشت تېریږي، خو هلته تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي لاهم تړلي دي.

طالبانو تردې وړاندې ژمنه کړې وه چې د نوي ښوونیز کال له پيل سره سم به د نجونو ټول ښوونځي پرانېزي، خو د خپلې ژمنې خلاف یې تر شپږم ټولګي پورته نجونې له ښوونځی راوګرځولې.