آیا سریلانکايي لوبغاړي په ریښتیا د ۱۷۵ په سرعت بال کړی دی؟
۱۳۹۸ بهمن ۲, چهارشنبهد تیرې یکشنبې په ورځ (۲۰۲۰م کال د جنوري میاشتې په ۱۹مه) تر ۱۹ کلنو کښته سن، په نړیوال جام کې له هندوستان سره د سیالۍ پر مهال د سریلانکا تیز توپ اچوونکي متیشا پتیرانا د تر ټولو تیز توپ اچولو ریکارډ په خپل نامه کړ.
پتیرانا چې د سریلانکا د ملي لوبډلې لاسیت ملینګا په څیر توپ اچوي د هندوستان د ۱۹ کلونو د ملي لوبډلې د لوبغاړي یاشاسوي جاسوال پر وړاندې په ساعت کې ۱۷۵ کیلومتره توپ په خپل نامه کړ.
ترې دې وړاندې په ۲۰۰۳م کال د انګلستان خلاف د پاکستان د کریکټ ملي لوبډلي تیز توپ اچوونکي شعیب اختر په ساعت کې د ۱۶۱،۳ کیلومتره په سرعت سره تر ټولو د چټک توپ اچوونې ریکارډ په خپل نامه ثبت کړی وو.
په دوهم مقام کې د اسټرالیا تیز بالر شان ټیټ دی چې په ۲۰۱۰م کال کې یې د انګلستان خلاف د ۱۶۱،۱ تیز سرعت په خپل نامه ثبت کړی وو. تر دې وړاندې د آسټرالیا بل تیز توپ اچونکي بریټ لی هم د ۱۶۱،۱ سرعت ریکاډر خپل کړی وو.
په ټوله نړۍ کې اوس د کریکټ د مینوالو له لوري پوښتنې مطرح کیږي چې آیا دغه تنکي سریلانکايي لوبغاړي واقعاً په دومره سرعت سره دغه توپ اچولی دی که نه. د کریکټ نړیوالې شورا تر اوسه پورې په دې هکله په رسمي توګه څه نه دي ویلي، خو په ټولنیزو رسنیو کې دغه ویډیو لاس پر لاس کیږي او د توپ د واقعي سرعت په هکله یې پوښتنې مطرح کړي دي.
د کریکټ ځینې مبصرین د سرعت د سنجولو د آلې د خربوالي احتمال نه ردوي ځکه دغه سرعت د یوه لوبغاړي له پاره او هغه هم د یوه ځوان لوبغاړي له پاره له امکانه ډیر لیرې بریښي.
د هندوستان خلاف په دغه لوبه کې سریلانکیايي متیشا پتیرانا په اتو اورونو کې پنځه وایډ بالونه وکړل او د ۴۹ منډو په بدل کې یې کومه ویکټه هم ترلاسه نه کړه. دغه لوبه د هندوستان د ۱۹ کلونو ملي لوبډلې په ۹۰ منډو له سریلانکا څخه وګټله.
د یادولو وړ ده چې د افغانستان د ۱۹ کلنو لوبډله هم په دې نړیوال جام کې چې د سویلي افریقا په کوربتوب ترسره کیږي ګډون لري او د سیالیو سفر یې د کوربه سویلي افریقا پر وړاندې په بریالیتوب سره پیل کړل. افغانستان نن (۲۰۲۰م کال د جنوري ۲۲مه) له متحده عربي اماراتو سره لوبه لري او د متحده عربي اماراتو لوبډلې ته یې د شپږو لوبغاړو په سوځیدو ۲۶۶ هدف ټاکلی دی.