آیا تلویزیون روغتیا ته زیان رسوي؟
۱۳۹۶ مهر ۱۲, چهارشنبهد چاپان هیواد د اوساکا پوهنتون د یوې نوې څیړنې د رپوټ پر بنسټ تر ۵ ساعتونو ډیر او یا هم په پرله پسې ډول څو ساعتونه تلویزون لیدل کیدای شي انسان د «پلمونري امولیزم» پi ناروغۍ اخته کړي. دغه ناروغۍ د انسان ژوند ګواښلای شي.
«پلمونري امولیزم» د سږو په مرکزي شریانونو کې د وینې کوچني رګونه خوري یا له منځه وړي چې په عمومي ډول په شریانونو کې د ویني د جریان د بطي کیدو او یا هم بندیدو سبب ګرځي. دغه ناروغي د انسان د مړيني سبب هم کیدای شي.
د «پلمونري امولیزم» د ناروغۍ علائم:
د سینې درد، د سا اخیستلو په وخت کې ستونزه (تنفسي مشکلا) او د پښو د درد ترڅنګ انسان تبه هم لري. که په یو چا کې دغه علایم را څرګندیږي باید په عاجل ډول خپل معالج داکتر ته مراجعه وکړي. په ساکن حالت کې د انسان بدن پاتېدل په دغي ناروغۍ د اخته کیدو یو له لاملونو څخه دی.
په نني عصر کې د نورو آسانتیاو تر څنګ انسان کولی شي چې په موبائل، کمپیوتر، تابلیت او تلویزون کې د خپلې خوښې پروګرامونه په اسانۍ سره وويني. د دغو پروګرامونو د لیدو پر مهال انسان څو ساعتونه پخپل ځای کې پاتيږي او حرکت نه کوي. پر دې ناروغۍ له اخته کیدو څخه د ځان ساتنې تر ټولو ښه لاره ورزش دی.
زموږ له ارشيف څخه: