آيا چاغ کسان د مځکي کُره نوره هم تودوي؟
۱۳۹۸ دی ۵, پنجشنبهد (WebMd) په نامه د روغتيايي معلوماتو په هکله امريکايي شرکت د رپوټ له مخي، چاغښت پر نه جبران کيدونکو عوارضو سربيره، د شکر په دوهم ډول، د ويني د فشار د لوړيدو، د مختلفو سرطاني ناروغيو، قلبي حملو، او مغزي سکتې باندي د اخته کيدو تر څنگ د گل خانه يي گازونو د توليد د ډيريدو سبب هم کيږي چي په هغو کي نايتروجن داي اکسايد هم شامل دي.
دنمارکي ساينس پوهانو ويلي دي چي د انسانانو له خوا د کاربن داي اکسايد د توليد کچه د هغوی په ډير او يا متوسط وزن پوري اړه لري. د هغوی په خبره، چاغ کسان ډيرو غذايي موادو او څښاک ته اړتيا لري، ځکه چي د هغوی تهيه او ترانسپورټ د ډيرو موادو د سوځيدو سبب کيږي. کارپوهانو اټکل کړی دی چي چاغ کسان په نړۍ کي له کاله د ۷۰۰ ميگا ټُنه کاربن داي اکسايد د خپريدو سبب کيږي.
په ټوله نړۍ کي يو اشاريه نهه ميليارده کسان د چاغښت په تکليف اخته دي او يا هم اضافه وزن لري. د روغتيا نړيوال سازمان د کارپوهانو د لارښووني له مخي، د تازه ميوو، ترکاريو او حبوباتو خوړل، په ورځ کي ۳۰ دقيقې پياده روي، له خوږو شيانو خوړلو څخه ځان ساتل، د حيواني غوړيو پر ځاي د نباتي غوړيو کارول او بلاخره له ستريس څخه ځان ساتل، په چاغښت باندي د اخته کيدو چانس راکموي.
زموږ له ارشيف څخه: