آلمانۍ وزيره: د چاپيريال ساتني واکسين په واک کي لرو
۱۳۹۹ اردیبهشت ۸, دوشنبهد سوسيال دموکرات ګوند سياستوالې او د آلمان د چاپيريال ساتنې وزيري سوېنيا شولڅه د چاپيريال ساتنې په تړاو د مباحثو پر وخت په برلين کي د کرونا او چاپيريال ساتنې په هکله څرګندونې وکړې. هغې د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۲۰ کال د اپريل ۲۷مه) وويل: »زيات انسانان په ټوله نړۍ کي دمګړی احساسوي چي بحران څنګه وي.«
شولڅخه زياته کړه: »زه په دې باور لرم چي په راتلونکې کي به لا زيات انسانان دې ته چمتو وي چي د چاپيريال پر وړاندي د ګواښونو او چاپيريالي بحران پر ضد او د ايکولوژيکو سيسټمونو د له منځه تلو د ګواښونو پر وړاندي په اوږدمهاله توګه عمل وکړي.«
د دغې آلمانۍ وزيري په وينا که څه چي اوس ټوله توجه کرونا بحران ته اوښتې، خو د چاپيريال بحران لا هم پر ځای پاته دی او له منځه نه دی تللی. هغې وويل: »د کرونا ويروس په پرتله موږ د چاپيريالي بحران پر ضد واکسين تر مخه لا د ځان سره لرو، کوم چي هم په اقتصادي توګه ممکن دی او کوم چي زموږ ژوند هم بهتره کولای سي.«
هغې په دې ترڅ کي له باد او لمر څخه د انرژۍ ترلاسه کول، اليکرونيکي وسايط، ريسايکلنګ، انرژي سپموونکي ودانۍ او په همدې شان مقاومتي زراعت د بيلګو په توګه ياد کړل.
د چاپيريال ساتنې پر موضوع دوه ورځنی ويډيويي کانفرانس د دوشنبې په ورځ پېل سو. په دغه کانفرانس کي د شاوخوا دېرشو هيوادونو استازي ګډون کوي. د دغه کانفرانس موضوع دا ده چي د کرونا بحران پايلي څنګه نرمي کېدلای سي. شولڅه په دغه کانفرانس کي وويل چي د چاپيريال په تړاو د پاريس تړون او پکښي د مځکي د کورې د تودوښې د زياتېد مخنيوی بايد مخ په وړاندي هم لارښود او هدف واوسي.