آلماني پولیسو یوه موټر کې ۳۰ مهاجر موندلي
۱۴۰۲ اردیبهشت ۶, چهارشنبهد آلمان پولیسو په یوه موټر کې د لسو ماشومانو په ګډون ۳۰ مهاجر موندلي دي. د موټر چلوونکی چې تېښتدلی وو، اوس نیول شوی دی.
د آلمان د زاکسن ایالت پولیسو ویاند ویلي دي چې یو موټر یې تر تعقیب وروسته د ګُرلېتڅ، په ښار کې ودراوه. ویل شوي چې په دغه ترانسپورتر، ډوله موټر کې ۳۰ تنه سپاره ول.
اړوند مطلب:
آلمان: يوه ايرانۍ پناه غوښتونکو ته د جعلي اسنادو جوړولو په تور محاکمه کيږي
د آلمان د پولیسو وياند ويلي، چې د سه شنبې په شپه کله چې پولیسو غوښتل يو موټر وپلټي، ۵۰ کلن موټر چلوونکي په ناڅاپي ډول د موټر سرعت زيات کړ او وتښتېد. زیاته شوې چې څو کيلومتره وړاندې د مارکرزودورف په سیمه کې دغه موټر د پولیسو د گزمې له يو بل موټر سره وجنګید.
اړوند مطلب:
د غير قانوني مهاجرو د مخنيوي غوښتنه
د لومړنيو معلوماتو له مخې په دغه پيښه کی څوک نه دی ټپي شوی. پوليسو په دغه لارۍ موټر کې د لسو ماشومانو په ګډون ۳۰ مهاجر موندلي دي. د پولیسو په خبره د دغه موټر چلوونکې نيول شوی دی.
په موټر کې د سپرو کسانو د هویت په هکله څه نه دي ویل شوي او په دې هکله هم معلومات نه دي ورکړل شوي چې د دغه مهاجر له کوم هیواد څخه راغلي او کوم ځای ته روان ول.