آلماني سیاستوال د مهاجر د کړکیچ له کبله پر یونان نیوکې کوي
۱۳۹۴ دی ۷, دوشنبهد آلمان د مالېې وزیر ولفګنګ شویبله، چې د یونان له چارواکو سره یې سږ کال د دې هیواد د مالي وضعیت په اړه هم غونډې کړې دي، «بیلد ام سونتاګ» خبري مجلې سره په خبرو کې ویلي دي چې اتن دې قانون ته هیڅ پاملرنه نه ده کړې چې مهاجر باید د اروپایي ټولنې په هغه غړي هیواد کې ثبت شي، چیرته چې هغوی د لومړي ځل له پاره رسیږي.
شویبله د یکشنبې په ورځ دې مجلې سره د خبرو پر مهال ویلي دي چې هغه یو موده وړاندې دې نتیجې ته رسیدلی وه چې په یونان کې له مهاجرو سره غیر انساني چلن کیږي نو ځکه باید دا کسان بیرته دې هیواد ته و نه استول شي.
شویبله ویلي دي: «یونانیان باید تور پر نورو وا نه اچوي. هغوی باید دې ته پاملرنه وکړي چې پخپله څنګه کار په سمه توګه کولی شي.»
یونان د هغو مهاجرو له پاره چې له اژه سمندرګي څخه تیریږي د اروپا دروازه ده. د اروپایې ټولنې نور غړي هیوادونه پر یونان نیوکه کوي چې د سلونه زره مهاجرو د تنظیم له پاره یې ډیر کم اقدام تر لاس لاندې نیولي دي.
د اروپا د پولو امنیت
هواکیم هیرمان، د بایرن ایالت د کورنیو چارو وزیر هم پر یونان له دې کبله نیوکه کوي چې د هغه په وینا یونان د خپلو بهرنیو پولو په ساتلو کې پاتې راغلی دی.
له «ویلت ام سونتاګ» اونیزې سره په خبرو کې هیرمان وایي: «څه چې یونان کوي مسخرې دي. هر هیواد چې و نه شي کولای خپلې بهرنۍ پولې محافظت کړي باید له شینګن سیمې څخه، چې په کې د کورنیو پولو محافظت نشته، ووځي.»
فرونتکس یا د اروپايې اتحادیې د پولو ساتونکې ادارې بیا ویلي دي چې آماده ده د دې میاشتې په پاې کې په یونان کې خپل شتون ته پراختیا ورکړي. په همدې حالت کې اروپايي ګارد [ساتونکي] به د یونان او مقدونیې له پولې څخه ساتنه وکړي.
د دې خبري مجلې د رپوټ په حواله هیرمان همداراز ویلي دي چې دا هم اړینه ده چې د سلوانیا سره پر پوله هم تدابیر ډیر شي ترڅو هغه کسان ثبت شي چې له کروشیا څخه شینګن سیمې ته راننوځي او همداراز هغه کسان چې د ترهګرۍ ګومان پرې کیږي، په نښه شي.
هغه زیاته کړې ده: «که دا کار په راتلونکو اوونیو کې تر سره نه شي نو بیا باید موږ پر خپلو پولو اقدامات ډیر کړو.»