1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان: په يوه کنفرانس کې د طالبانو د استازي ګډون لغوه شوی

۱۴۰۲ آبان ۳۰, سه‌شنبه

په آلمان کې پروتستانت اکاډمۍ د افغانستان په اړه يوه کلني کنفرانس کې د طالبانو د استازي بلنه لغوه کړې. دا کنفرانس په دسمبر میاشت کې د «واقعيتونه جدي ونيسئ – مسئوليت منوونکي واوسئ – اړيکي پیاوړې کړئ» تر شعار لاندې جوړیږي.

https://p.dw.com/p/4ZFhF
آرشيف انځور: په لکوم کې د پروتستانت اکاډمي
آرشيف انځور: په لکوم کې د پروتستانت اکاډميانځور: DW/Zhang Danhong

د «کې ان اې» خبري آژانس د يوه رپوټ په حواله د آلمان د شويرته ښار د «ويليګست» ناحيه کې د ويستفالن پروتستانت کليسا او اکاډمۍ له خوا ويل شوي چې دمګړۍ «د پرانيستو انتقادي خبرو اترو [له طالبانو سره] له پاره يو مناسب فورم نه شي چمتو کيدلای.»

تر دې د مخه هم د طالبانو د استازي پر رابلل کيدو پر نورو سربیره د اونا سيمې څخه آلمان د مسيحي ديموکرات ګوند (CDU) د پارلمان د غړي هوبرت هوپه، له خوا هم نيوکې شوې وې.

هوپه ويلي ول: «موږ بايد دې ته اجازه ور نه کړو چې دا ډول استازي زموږ په هېواد کې د خپلې اسلامي ایديالوژۍ له پاره يو سټيج يا دريځ ولري.» نوموړي له مسئولينو غوښتنه کړې وه چې دا بلنه دې لغوه کړي او د طالبانو د دغه استازي نوم دې په ډاګه کړي. د طالبانو د ادارې د دې غړي په اړه نور جزيات تر اوسه نه دي په ډاګه شوي.

د تېرې شنبې په ورځ د طالبانو د حکومت د خوړو او درملو د ملي ادارې سرپرست عبدالباري عمر، د آلمان د کوروايلر سيمې د ديتيب يا «د ديني چارو ترکي – اسلامي اتحادیې» په يوه جومات کې يو ډله افغانانو ته وينا کړې وه. د آلمان حکومت او سيمه ایز چارواکي د نوموړي پر راتګ خبر نه ول.

دې پېښې ډېر انتقادونه او غبرګونونه راوپارول. د آلمان د کورنيو چارو وزيرې نانسي فېرز، د کولن ښار په يوه مسجد کې د طالبانو د دې استازي راتګ او وينا په کلکله وغندله او هغه یې د نه منلو وړ وبلله.

د افغانستان په تړاو د ويليګست د کنفرانس حامي يا ملاتړي او د بهرنيو چارو په وزارت کې د دولت پخواني وزير کرستوف زوپل، چې د آلمان سوسيال ديموکرات ګوند (SPD) سره تړاو لري، پروتسنات اکاډمۍ ته د طالبانو د استازي د رابللو له پريکړې څخه دفاع وکړه. دغه بلنليک څو مياشتې تر مخه استول شوی وو.

زوپل وويل چې د لوېديځ د افغانستان – سياست تر ناکاميدو وروسته په آلمان کې د افغانانو ترمنځ خبرې اترې «په افغانستان کې د داسې يوه وضعيت په رامنځته کولو کې چې د انسانانو له پاره مناسب وي، د آلمان د مرستې له ډېرو لږو فرصتونو څخه يو دی.»

هغه وويل چې په دې اړه له طالبانو سره خبرې اترې په نظر کې نيول شوې وې.

ويل کیږي چې د افغانستان په تړاو دا کنفرانس له ۱۹۸۴م کال راهېسې هر کال د آلمان په ويليګست سيمه کې جوړيږي.

په پام کې ده چې سږ کال دا کنفرانس د دسمبر پر اتمه او نهمه نیټه د «واقعيتونه جدي ونيسئ – مسئوليت منوونکې واوسئ – اړيکي پیاوړۍ کړې» تر شعار لاندې جوړیږي.

د ښځو د حقونو فعاله محبوبه سراج او په پادربون ښار کې اسلام څيړونکی ادريس ناصري، د دې کنفرانس له ګډونوالو څخه دي.

ب. ص/ ا.و. ا (KNA)