1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان په مالي کې خپل پوځي ماموریت د تعلیق په حالت کې اچولی

۱۴۰۱ مرداد ۲۲, شنبه

آلمان د جمعې په ورځ اعلان کړی چې په مالي هیواد کې د ملګرو ملتونو د سازمان په چوکاټ کې د دغه هیواد ګډون به تر دویمې خبرتیا وځنډېږي.

https://p.dw.com/p/4FUyc
Mali | Verteidigungsministerin Lambrecht besucht Soldaten in Westafrika
د آلمان دفاع وزیر کریستین لامبرشت په مالي کې د آلماني سرتیرو په منځ کېانځور: Kay Nietfeld/dpa/picture alliance

د دې کار لامل، د مالي هیواد چارواکو له خوا دغه هیواد ته د آلمان د یوې نظامي الوتکې د داخلیدو مخنیوی په ګوته شوی دی.

د آلمان د دفاع وزارت په خپل ټویټرپاڼه اعلان کړی چې په مالي هیواد کې واک لرونکو کسانو د ملګرو ملتونو د « مینوس ما» ماموریت له پاره د دې هېواد هوایي حریم ته لاسرسی نه دی ورکړی.

دا چاره د دې لامل شوې چې په مالي کې د جرمني د پرسونل تغیر، له پلان سره سم پرمخ ولاړ نه شي.

د آلمان دفاع وزیرې، کرستین لامبرشت،  له همدې کبله پر خپل مالي سیال، جنرال سادیو کامارا، باندې نیوکې کړي دي. د آلمان د دفاع وزیرې په خبره، د پېژندل شویو ځواکونو عملیات او د توکو د انتقال پروازونه تر دویم امر پورې متوقف شوي دي.

تیره میاشت د آلمان پوځ خپل شاوخوا ۶۰ سرتېري د ورته ستونزې له کبله له دغه هېواده بهر وایستل.