آلمان: له افغانستان څخه د وتلو پلان باید له سره وارزو
۱۳۹۴ مهر ۱۶, پنجشنبهد آلمان د دفاع وزیرې اورزلا فون دیر لاین، ویلي دي چې بهرني ځواکونه ښايي په افغانستان کې تر پلان شوې مودې د اوږد وخت له پاره پاتې شي. هغې له دې سره له افغانستان څخه د امریکا متحده ایالاتو د وتلو پر پلان باندې نیوکه کړې ده.
په بروکسل کې د ناټو د دفاع وزیرانو غونډې ته د رسیدو پر مهال آلمانۍ وزیرې د پنجشنبې په ورځ وویل: «موږ باید دا موضوع وڅیړو چې آیا موږ باید د اوږدې مودرې له پاره پاتې شو او که نه؟»
امریکا متحده ایالات غواړي چې د ۲۰۱۶ کال تر پایه پورې په افغانستان کې دومره پوځیان وساتې چې یوازې د دغه هیواد له دیپلوماتیکو ماموریتونو څخه به ساتنه وکړي. له ۲۰۱۴ کال راهیسې، کله چې افغان ځواکونو د خپل هیواد ټول امنیتي مسوولیتونه پر غاړه واخیستل، د دغو ځواکونو د وړتیاو په اړه پوښتنې رامنځ ته شوي دي.
د افغان امنیتي ځواکونو په اړه اندیښنې هغه وخت ډیرې شوې چې طالب جنګیالي په تیرو ۱۴ کلونو کې د لومړي ځل له پاره د یوه ښار د مرکز پر نیولو باندې وتوانیدل.