آلمان: صنفي اتحاديې له ټولنيزې نابرابرۍ څخه خبرداری ورکوي
۱۳۹۹ اردیبهشت ۱۲, جمعهد آلمان د صنفي اتحاديو ټولنه (DGB) د کارکوونکو او کارګرانو په ضرر د کرونا کړکېچ تر سيوري لاندې د عمومي سپما او مصارفو له راټيټولو سره مخالفت څرګندوي. د صنفي اتحاديو د ټولنې مشر، راينر هوفمن، د «کار د ورځې» په پلمه په ټينګار سره وويل چې «زه شرکتونو ته له دې څخه سخت خبرداری ورکوم چې له کړکېچ څخه د کارځايونو د لا راکمولو په نيت ناوړه ګټه واخلي.» د هغه په خبره کله چې وضعيت بېرته ښه شي، د دغو مسلکي کارکوونکو تشه به بېرته محسوس شي.
په ورته وخت کې يې د وبا له کبله له ټولنيزې نابرابرۍ څخه هم اخطار ورکړی دی. هوفمن وويل چې «موږ د دې له پاره مبارزه کوو چې د کړکېچ لګښتونه د کارکوونکو په غاړه ونه لويږي.» د هغه په خبره اړينه ده چې کارځايونه په اغېزناک ډول وساتل شي څو «د ټولنيز درز د رامنځ ته کېدو مخه ونيول شي.»
د کرونا اتلان څوک دي؟
په ورته وخت کې صنفي اتحاديو د کرونا اتلانو په نوم د کارکوونکو له پاره زيات معاش هم غوښتی دی. د آلمان د صنفي اتحاديو د ټولنې د مشرتابه غړې، انه لي بونتنبخ وويل چې «روغتياپالان او د نظافت او کثافاتو د برخې کارکوونکي او د پاکټونو او کارټنونو لېږدونکي او همداراز د مغازو پلورونکي په دغه کړکېچ کې په حقه د ورځني ژوند اتلانې او اتلان بلل او لمانځل کيږي - هغوی د بې ځايه چکچکو پر ځای بايد زيات څه تر لاسه کړي.»
د سيستم او نظام له پاره د دغسې اهميت لرونکو مسلکونو کارکوونکي بايد بالاخره سم معاش تر لاسه کړي چې تر ټولو غوره لاره يې د صنفي اتحاديو له خوا د دسته جمعي توافقاتو په ذريعه ده. دغه خبره د DGB مرستيالې ايلکه هانک کړې ده. د هغې په وينا «يو ځلې اضافه پيسې کفايت نه کوي.»