دوه افغان نارينه د خپلې خور د وژلو په تور نيول شوي
۱۴۰۰ مرداد ۱۶, شنبهد برلين پوليسو د جمعې په ورځ ويلي چې ۳۴ کلنه خور يې له خپل مېړه څخه جلا شوې وه او د جولای په ۱۳مه نېټه په برلين کې ووژل شوه. د پوليسو په وينا خور يې د دغو ځوانانو د اخلاقي تصور له مخې د »ناموسي قتل« تر عنوان لاندې وژل شوې ده.
دغو دوو ورونو او خور يې د يو څو کلونو راهيسې په آلمان کې ژوند کاوه. د پوليسو د معلوماتو له مخې دغه دواړه تورن نارينه د چهارشنبې په ورځ نيول شوي دي.
هغوی تر مخه د وژل شوې ښځې جسد په يوه بکس کې پټ کړی وو او په اورګاډي کې يې د بايرن آيالت ته وړی او هلته ښخ کړی وو. دغه ښځه چې د دوو اولادونو مور وه، لادرکه بلل شوې وه چې پوليسو ورپسې لټون کاوه. خو وروسته د پوليسو د پلټنو نتيجه دا وه چې هغه وژل شوې ده. د قتل ارزونه د ويډيويي فلمونو، د تليفوني اړيکو او د عيني شاهدانو د څرګندونو له مخې شوې ده. د پنجشنبې په ورځ د بايرن ایالت د جنايي چارو کميسيون داسې يو مړی موندلی چې ښايي د همدغې افغانې ښځې وي. دغه مړی اوس عدلي طب ته سپارل شوی دی.