د آلمان د ایسن ښار د یو ساختمان اوسېدونکي ولې تخلیه شول؟
۱۴۰۳ تیر ۲, شنبهد اطفائيې مشر، نیکو بلاوم، د شنبې په سهار وويل چې د ساختمان په تل کې یو درز کشف شو. د آلمان خبري آژانس په حواله، د اطفائيې ادارې د جمعې په ماسخوتن شاوخوا لس بجې د تخلیې عملیات پيل کړل چې د شنبې د سهار په ۳ بجو پای ته ورسېد.
د ایسن ښار يوه ویاند وويل چې د دغه څو پوړيز ساختمان لاندې د هواکش یو له سلو کلونو زوړ تونل موجود وو. چارواکو ويلي چې د همدې کبله دغه ساختمان د اوسېدو له پاره خوندي نه وو.
ویاند وويل چې دوی د ساختمان اوسېدونکو ته د مخکنۍ اطلاع پرته د وتلو امر وکړ، چې دا کېدای شي د ساختمان اوسېدونکو ته چې اکثریت يې د پاخه عمر کسان وو، سخت تمام شوي وي.
یو شمېر اوسېدونکو په لومړي سر کې نه غوښتل چې له خپلو هستوګنو ووځي، خو چارواکو وويل چې د تخليې عملیات په آرامۍ ترسره شول.
د ایسن ښار ويلي چې د تخليه شوو کسانو له ډلې ۳۳ ېې چې اغیزمن شوي په یو هوټل کې چې د مهاجرو له پاره هم کارول کيږي، هستوګن کړل شوي دي. ځينې تخليه شوي کسان چې موقتي پالنې ته ېې اړتیا درلوده روغتون ته انتقال شوي دي. د ساختمان اکثریت اوسېدونکي د خپلو خپلوانو او دوستانو کره ځای پر ځای شوي دي.
د ایسن ښار اطفائېې ادارې ويلي چې د دغه ساختمان اوسېدونکي به د څو اوونيو له پاره ونشي کړی بېرته خپلو کورونو ته وروګرځي.
زیاته شوې چې د ساختمان لاندې زوړ تونل د پخوانيو کانونو د وخت دی. ايسن ښار د آلمانپه غربي ايالت نورد راین ویستفالن کې واقع دی.
(dpa)mks/akh
له آرشیف څخه یو انځوریز البوم: