آلمان د یزیديانو له پاره د عدالت په هڅه کې دی
۱۳۹۸ مرداد ۱۲, شنبه«آلمان د جنګي مجرمینو له پاره باید خوندي ځای نه وي.» دا هغه جمله ده چې د کلاوس څورن په نامه د آلمان د پولیسو یو افسر څو ځله تکرار کړې ده. هغه او د هغه ټیم ژمن دی چې د امکان تر حده ډیر داسې شواهد راټول کړي چې په راتلونکي کې یې د محکمې پرمهال وکاروي. څورن د آلمان د نورد راین ویست فالن ایالت چې د نفوس له پلوه د دې هیواد یو له سترو ایالتونو څخه دی، په آرامه مکنهایم ښار کې له امنیتي پلوه په یوې پخې ودانۍ کې ناست دی. د آلمان جنايي پولیس د ۱۹۷۰م کال راهیسې هغه مهال چې آلمان سره ویشل شوی وو، په دې سیمه کې یوه سیمه ایز دفتر لري. هغه مهال د دغو ځواکونو اصلي دنده د سره پوځ د فراکسیون اړوند د چپ اړخو سخت دریځو ترهګرو د فعالیتونو پلټنه وه.
څورن اوس هم د ترهګرو فعالیتونه پلټي. هغه اوسمهال د جنګي جنایتونو د څانګې مشري پر غاړه لري. اوسمهال دغه افسر او د هغه ټیم د تاریخ د تر ټولو تازه عامه وژنې یعنې د داعش په لاس د یزیدیانو د عامه وژنې له پاره شواهد او ثبتونه راټولوي.
قتل عام
د یزیدیانو دغه قتل عام له نن څخه پنځه کاله وړاندې د عراق په شمالي برخو کې شوی دی چې له آلمان څخه د شاوخوا ۳۲۰۰ کیلومتره واټن لري. د ۲۰۱۴م کال د اګست میاشتې په لومړیو کې، داعش جنګیالیو د کردانو سره له ژبني او تاریخي پلوه وصل شوې ډلې یعنې پر یزیدیانو باندې بریدونه پیل کړل. تر دغو بریدونو وړاندې شاوخوا ۵۰۰ زره یزیدیانو د سنجر په نامه په دغه غرنیزه سیمه کې ژوند کوو چې د موصل ښار او د سوریې پولې په شرقي برخه کې پرته ده. داعش پر یزیدیانو باندې د «کفارو» او د شیطان د عبادت کوونکو ټاپه وهلې وه. د دغې ډلې جنګیالیو دوی په بې رحمه او سیستماتیکه توګه په نخښه کړل.
داعش جنگیالیو په ځانګړې توګه نارینه او له ۱۲ کلونو لوړ عمر لرونکي شاوخوا ۱۰ زره یزیدیان ووژل. په دې سیمه کې له ۷۰ ډیر ډله ایز قبرونه هم موندل شوي دي. شاوخوا ۷۰۰۰ یزیدۍ میرمنې او ماشومان تښتول شوي وو او د غلامانو په څیر خرڅ شول او یا ورباندې جنسي تجازونه وشول. سلګونه زره نور یزیديان تیښتې ته مجبور شول او یوازې یو محدود شمیر یې خپلو سیمو ته د بیرته ګرځیدو جرأت کړی دی. له دوی څخه ګڼ شمیر ژوندي پاتې شوي یې لا هم په شوک کې دي. دغه څه د شاوخوا ۳۵۰۰ هغو یزیدي ماشومانو او میرمنو په برخه کې صدق کوي چې له غلامۍ په تیښته بریالي شوي وو او نن ورځ د دغه جرمونو له پاره مهم شاهدان دي.
د کولن له پوهنتون څخه د نړیوالو جنګي جرایمو د وکیل لارس بیرستر، له پاره دا هرڅه د ښیښې په څیر روښانه دي: د یزیدیانو پر وړاندې د داعش کارونه یو قتل عام دی. هغه وايي چې په دې برخه کې اساسي فکتور هغه د دغه کار د ترسره کوونکو هدف دی او هغه دا چې: «دوی [داعش] هدف درلود چې یوه ملي، نژادي او مذهبي ډله په بشپړه توګه او یا یې یوه برخه له منځه یوسي او د داعش د [یزیدیانو د] لمنځه وړلو دغه اراده ډیره ښکاره وه.»
په آلمان کې د نړیوالو جرمونو کوډ د ۲۰۰۲م کال د جون میاشتې را پدیخوا رامنځته شو چې په رڼا کې یې آلماني قضایه قوه تل کولی شي د نړیوالو قوانینو په رڼا کې د یزیدیانو د قتل عام په څیر داسې جرمونه وپلټي چې ان د آلمان په خاوره کې نه وي ترسره شوي او نه هم د جرم ترسره کونکی او قرباني آلماني اتباع وي.
حساسې پلټنې
تر اوسه پورې له ۱۰۰ څخه ډیرو میرمنو د جنګي جنایاتو په دغه څانګه کې شاهدي ورکړې او شاوخوا ۱۰۰ نورې د دې کار په انتظار دي. څورن ټینګار کوي چې یزیدي میرمنې په ځانګړې توګه د ښځینه پلټونکو له لوري پوښتل کیږي او په خبره یې دغه پروسه د اعتماد د ترلاسه کولو له پاره ډیر وخت ته اړتیا لري. په ځینو مواردو کې د یوې شاهدې د رارسیدو، د پلټونو په اساس د رپوټ جوړولو، شاهدۍ او د بیرته ستنیدو له پاره ان ټوله اونۍ په پام کې نیول شوي وي.
هغه څه چې څورن او د هغه ملګري یې په دې پروسه کې راټولوي، د آلمان په جنوب غربي د کارلز روهه په ایالت کې د آلمان د فدرالي څارنوالو دفتر ته رسیږي چې د نړیوالو جرمونو د پلټنې په برخه کې مسوولیت لري. د ۲۰۱۸م کال راهیسې په ځانګړې توګه د یزیديانو د عامه وژنې له پاره د څارنوالانو یو ځانګړی ټیم هم جوړ شوی دی.
د دې شواهدو د راټولولو ترڅنګ تر اوسه پورې د جنګي جرایمو، د بشریت ضد جرایمو او عامه وژنې په تور د داعش ډلې د دوو غړو د نیولو فرمانونه صادر شوي دي. سربیره پر دې آلماني څارنوالانو په یو شمیرو نورو قضیو کې ابتدايي قانوني اقدامات پیل کړي دي.
د ډوزن ټیکال په نامه آلمانۍ ـ یزیدۍ خبریاله وايي چې دا ښايي د جرمونو د اندازې په پرتله یو ډیر کم څه وبریښي خو د یزیدیانو له پاره دا ډیر د ارزښت وړ خبره ده چې آلمان دغه راز قانوني اقدامات پیل کړي دي. هغې په آلمان او په شمالي عراق کې له ګڼ شمیر یزیدي قربانیانو سره خبرې کړي او هغوی ورته یې ویلي دي: «موږ خوراک او څښاک ته ضرورت نه لرو. موږ د ځان پټیدو ته ضرورت نه لرو موږ یوازې عدالت غواړو.»
Matthias von Hein /KH-AWA