آلمان د کرونا د تدابيرو نقض کوونکي سخت جريمه کړي
۱۳۹۹ مهر ۱۶, چهارشنبهد يوې نظر پوښتنې په حواله چې د «ويلت ام زونتاګ» ورځپاڼې له خوا شوې وه، د آلمان اووه ستر ښارونه له اپريل مياشتې راهيسې د کرونا له تدابيرو څخه سرغړونکو کسانو ته ۳۵ زره د جريمې ياداښتونه ليږلي دي.
ورځپاڼې ليکلي دي چې دې ښارونو د کرونا د تدابیرو د نقض کوونکو څخه درې میليونه يورو ترلاسه کړي دي.
په دې رپوټ کې راغلي دي چې مونشن ښار د کرونا د مقرراتو د نقضولو له امله ۹۱۰۰ جريمې صادرې کړې وې او په ټوله کې یې ۱،۲ ميليونه يورو راټولې کړي دي. مونش چې د بايران ایالت مرکز دی، کرونا سخت اغیزمن کړی او د کرونا ۱۱۸۰۰ مثبتې پېښې پکې ثبت شوي دي. په دې ښار کې د کرونا له کبله ۲۲۵ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
هامبورګ دويم ښار دی چې د کرونا له کبله ډېر اغیزمن دی او تر مونشن وروسته په همدې ښار کې د جريمې ډېرې پېسې راټولې شوي دي چې ۹۹۸۰۰۰ يورو دي.
د ورځپاڼې د رپوټ په حواله فرانکفورت ښار بيا ۳۱۰۰ د جريمې اخطارونه ليږلي دي او ۱۲۰ زره يورو یې په لاس راوړي دي، په داسې حال کې چې په دوسلدورف ښار کې بيا د کرونا د تدابيرو څخه د سرغړونې ۱۲۰۰ موارد ثبت شوي او ۱۱۲ زره نغدي جريمه راټوله شوې ده.
په برلين کې چېرې چې ناحيې په جلا ډول د کرونا د مقرراتو د کنترول مسئوليت لري، لږ تر لږه ۴۴۰۰ د نغدي جريمې ياداښتونه صادر شوي ول چې په ترڅ کې یې په ټولیزه توګه ۱۲۰ زره يورو ترلاسه شوي دي.
ورځپاڼې ليکلي دي چې د برلين ټولو ناحيو د جريمې د ياداښتونو تازه شميرې په لاس کې نه لرلې. ورځپاڼې دا هم ليکلي دي چې د کرونا د مخنيوي د تدابيرو د نقضولو له امله صادر شوي ټول ياداښتونه د جريمې د ادا کولو باعث شوي نه دي.
AFP/Reuter)B.S/N.Z)