1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان د برلین دیوال د نړیدو ۳۰مه کلیزه ولمانځله

۱۳۹۸ آبان ۱۸, شنبه

آلمان د برلین دیوال د ۳۰مې کلیزې په مناسبت د یوې اونۍ له پاره جشنونه ترسره کړل چې پکې د آلمان د ګاونډیو هیوادونو مشرانو هم ګډون درلود. انګلا میرکل ویلي چې داسې دیوال نه شته چې د نړیدو امکان یې نه وي.

https://p.dw.com/p/3Skrt
Brandenburger Tor Berlin
انځور: picture-alliance/dpa/P. Zinken

د برلین دیوال له ۱۹۶۱م کال څخه تر ۱۹۸۹م کاله پورې نه یوازې آلمان بلکې ټوله نړۍ په دوو برخو یعنې شرقي او غربي برخو ویشلې وه. دغه دیوال تر جوړیدو ۲۸ کلونه وروسته د آلمانانو تر پراخو اعتراضونو وروسته ونړول شو چې په پایله کې یې شرقي او غربي آلمان بیرته سره یوځای شول.

د شنبې په ورځ د آلمان ولسمشر فرانک والتر شتاینمایر د برلین د دیوال د نړیدو په مناسبت په جوړو شویو مراسمو کې د پولنډ، سلواکیا، د چک جمهوريت او هنګري هیوادونو د رهبرانونو هرکلی وکړ. نوموړي پر خپله ویبپاڼه له آلمانانو غوښتي چې د برلین د دیوال د نړیدو په هکله خپل د سترګو لیدلی حال او خپلې کیسې له نورو سره شریکې کړي.

د هارډي ګورپنر او یووه هسلر په نامه زموږ دوه خبریالان چې هغه وخت یې په شرقي برلین کې ژوند کوو، ښه په یاد لري چې څنګه شاوخوا ۳۰ کلونه وړاندې په دغه ورځ له یوې نوې نړۍ سره مخامخ شول. د دوی په نظر د برلین د دیوال نړیدلو «ټولې ځمکې ته ټکان ورکړ» او نه یوازې پر آلمان بلکې پر اروپا او ټوله نړۍ یې اغیز وکړ. په دغو مراسمو کې د استونیا، لاتویا او لیتوانیا د بهرنیو چارو وزیرانو ویلي دي چې د برلين دیوال نړیدو آلمانانو او اروپایانو ته چې د اوسپنیزو سرحدونو شاته یي رنځ وړه، هیلې وربخښلي دي.

Deutschland Gedenkfeier zum Mauerfall in Berlin - Steinmeier dankt Osteuropäern
انځور: Reuters/F. Bensch

د آلمان ولسمشر له ختیځ اروپایي هیوادونو څخه له اوسپنیزو سرحدونو سره د مبارزې په خاطر ستاینه وکړه. شتاینمایر په یوه لنډه وینا کې وویل: «د پولنډیانو، د هنګري هیواد اتباعو، چک جمهوریت او سلواکانو له میړانې او آزادۍ سره له میلان پرته، سوله ایز انقلاب او د آلمان اتحاد ناممکن وو.»

د برلين ديوال تر پرځيدو شاوخوا يو کال وروسته، آلمان يو ځل بيا خپل اتحاد په لاس راوړ او دې سره ختيځ او لويديځ آلمان سره يو شول. خو لا هم په دواړو برخو کې تفاوتونه احساسيږي.

د آلمان صدراعظمې انګلا مرکل په دې اړه جوړو شوو مراسمو کې وويل چې ممکن پنځوس کاله وخت ونيسي تر څو د ختيځ او لويديځ آلمان د يو ځای کيدو بهير بشپړ شي. میرکل وويل: «په ځينو مسايلو کې، د بیلګې په توګه چې باور پر دې وو چې هر څه به په ختيځ او لويديځ کې يو ډول شي، نن وينو چې د هغه تحقق موندل به په احتمالي توګه نيمه پيړۍ وخت ونيسي.»

Deutschland Berlin Gedenkfeier 30 Jahre Mauerfall Merkel
انځور: Reuters/F. Bensch

د انګلا مرکل په خبره، د برلين ديوال نړيدل نبايد د آزادي غوښتونکو مبارزو د توقف له پاره يو بهانه وګرځول شي. هغې وویل: «موږ غواړو دا ډاډ ترلاسه کړو چې نور به هيڅ ديوال یو ځل بیا خلک سره جلا نه کړي.» مرکل زياته کړه: «دا ثابتوي چې هيڅ ديوال دومره لوړ او پياوړی نه دی چې موږ ونشو کړای هغه له منځه یوسو.»