آلمان خپل دافع هوا سيستم اوکراین ته سپارلی دی
۱۴۰۲ فروردین ۳۰, چهارشنبهد آلمان حکومت په خپل ویبسایټ کې له اوکراین سره د خپلو مرستو په لړ کې اعلان کړی دی چې د پاتریوت په نوم هوایي سیستم یې اوکراین ته تسلیم کړی دی. د آلمان د خبرې آژانس په حواله، په دې وروستیو کې د دغه هوایي دفاعي سیسټم عملیاتي ټیمونه چې د امریکا متحده ایالاتو له خوا روزل شوي، په خپلو ګډو تمرینونو کې د ناټو غړي په یوه هېواد کې خپل ځواک ښودلی دی.
په دې اړه اړوند مطلب: آلمان او امریکا اوکراین ته زغروال ټانکونه ورکوي
په دې ډول د اوکراین د هوایي دفاع سیستم کارکوونکي اړینې زده کړې ترسره کړي، ترڅو وکولای شي په بریالي توګه د پاتریوت سیستم د روسیې هوایې بریدونو پر وړاندې د دفاع له پاره وکاروي.پاتریوت د نړي په کچه د هوایي دفاع له پاره تر ټولو مډرن سیستم دی. د هوایي دفاع دا سیستم کولای شي د الوتکو، بالستیکي راکټونو او کروز توغندې پر وړاندې وکارول شي.
آلمان د امریکا له متحده ایالاتو سره پرېکړه کړې وه چې د هوایي دفاع مډرن سیسټم اوکراین ته په واک ورکړي ترڅو دا هېواد د روسیې یرغل پروړاندې خپله دفاع وکړي.
(dpa) pa/af