آلمان ته په روان کال کې د ډېرو مهاجرو د راتګ انتظار کیږي
۱۴۰۱ آذر ۱۴, دوشنبهاعلان
آلمان ته د ډير شمیر پناه غوښتونکو راتگ ته په کتو سره، ویل کیږي چې دغه هېواد به سږکال د مهاجرت تر ټولو ډېر شمير ثبت کړي. دا به د ۲۰۱۵م کال راهیسې د مهاجرو تر ټولو لوی شمیر وي، کله چې په دغه کال کي په میلیونونو سوریایي مهاجر آلمان ته را ورسیدل. د آلمان د «ويلت ام زونتاگ » ورځپاڼې د رپوټ له مخې په آلمان کې د نویو مهاجرو شمیر به د ۲۰۲۲ م کال په پاي کې ۱،۲ میلیونو ته ورسیږي. دا شمېر د ۲۰۱۵ کال په پرتله ۳۵ سلنه لوړ دی. سږکال د مهاجرت زیاتوالي لامل له یو ملیون څخه ډیر اوکرایني کډوال دي، چې پر اوکراین د روسیې له پوځي یرغل راهیسې آلمان ته راغلي دي. تمه ده چې د روان کال تر پایه به نور ۲۰۰ زره پناه غوښتونکي آلمان ته راشي.