آلمان ته د روسیې د ګاز لیږد ولې درول شوی دی؟
۱۴۰۱ تیر ۲۰, دوشنبهد نورد سټریم ۱، پايپ لاین کې د پلان شوي ترمیم کارۍ له کبله اروپا ته د روسیې د ګاز انتقال دریدلی دی. د ګاز دغه بندیدل ښايي لس ورځې دوام وکړي، خو په تیرو وختونو کې د مراقبت ورته چارې له خپل پلان په ځنډ سره ترسره شوي.
د آلمان د اقتصاد وزیر روبرت هابیک، خبرداری ورکړی دی چې روسیه ښایي د پلان شوي مراقبت وروسته هم د ګاز لیږد ودروي، څو اروپا بې ثباته کړي.
هغه د میلادي اوونۍ په پای کې له خبریالانو سره په خبرو کې ویلي دي: «موږ له یوه کمساري وضعیت سره مخامخ یو، هر څه امکان لري.»
یو شمیر اروپایي هیوادونه لا هم د روسیې د ګاز په صادراتو متکي دي. سږ کال پر اوکراین د روسیې تر یرغل وروسته، آلمان له روسیې څخه د ګازو صادرات له ۵۵ څخه شا او خوا ۳۵ سلنې ته راټیټ کړ.
د یکشنبې په ورځ د اوکراین پر ضد د روسیې جګړه کې څه پېښ شوي دي؟
د اوکراین مرستیال لومړي وزیر د روسیې له لوري اشغال شوې خیرسون سیمې پر ملکیانو غږ کړی دی چې په بیړه له دغه ځای ووځي، ځکه چې اوکرایني ځواکونه هلته د ځوابي برید له پاره چمتووالی نیسي. اوکراین د تورې بحیرې د خیرسون سیمې پر زیاتره برخې د روسیې د یرغل په لومړیو اونیو کې کنترول له لاسه ورکړ. روسیې د فبرورۍ په ۲۴مه پر اوکراین یرغل وکړ.
د اوکراین د بیړنیو خدماتو ادارې ویلي دي چې پر یوه پنځه پوړیز ودانۍ د برید کې د وژل شوو کسانو شمیر ۱۵ تنو ته لوړ شوی دی. دغه پېښه د دونیڅک اړونده چاسیو یار، سیمه کې رامنځ ته شوې ده چې د جګړې له لومړۍ کرښې ډیره وړاندې نه ده.
د اوکراین د انرژۍ وزیر د کاناډا د دې پریکړې په هکله ژوره اندیښنه ښوولې چې په نورد سټریم ۱، ګاز پایپ لاین کې کاریدونکی د سیمنز ترمیم شوی توربین بیرته آلمان ته ورکوي.
کاناډا په نورد سټریم ۱، کې کاریدونکي ترمیم شوي روسي توربین د بیرته ستنولو په برخه کې له بندیزونو څخه د معافیت اعلان کړ، څو آلمان ته لا زیات ګاز ولیږدوي.