انځوریز رپوټ: آیا ماشې او حشرې ګټورې هم وي؟
په داسې حال کې چې ماشې او حشرې زیان رسوونکي بلل کیږي، خو دا بیا د نباتاتو په تکثر کې مهم نقش لوبوي. همدارنګه چنجیان یا د حشرو لاروا اوبه پاکوي او د چاپيریال په بهترولو کې مرسته کوي. دا چې څنګه په دې ګالرئ کې لوستلی شئ.
آیا ټول ماشي باید ووژل شي؟
د ټولو ماشو وژل ممکن نه دي. دا په زرګونو انواع لري. څو سوه یې داسې ډولونه دي چې کله انسان وچیچي کمزوری کوي یې او ځينې خو یي حتی وژني هم. یو شمیر یي په انسانانو او حیواناتو کې د ناروغیو د رامنځته کیدو سبب کیږي. ښځينه ماشي د ملاريا، زیکا، زیړي او نورو ناروغیو سبب کیږي. ماشي د ځمکې د ایکو سیستم په عادي حالت کې ساتلو او طبي څیړونو کې هم استعمالیږي.
بی له درده واکسین
کله چې ماشي خپل نیش د انسان بدن ته ور ننباسي او خپل لعاب هلته داخلوي، نو د یوې پيچکارۍ (سرینج) په څیر عمل کوي. د دې چیچل کیدو درد کم وي. د ماشي د خولې په لعاب کې د اینوفیلین په نامه ماده وي چې د انساني وینې د لخته کیدو څخه د ژغورنې په برخه کې مرسته کوي.
د نباتاتو په تکثر کې د حشراتو رول
ښځینه ماشي د انسان د بدن وینې په زپیښلو سره د هګیو له پاره پروتین ترلاسه کوي. له دې امله دا د انسانانو سربیره څاروي او مرغان هم چیچي. حشرې د ګلانو یا په توله کې نباتاتو د تکثر په برخه کې ډیر مهم رول لري. دا په اوبو کې د شنه کیدونکو تباتاتو په زیاتیدو او تکثر کې هم مهم رول لري، څکه دوی خپل ډیر وخت په اوبو کې تیروي.
د کوچنیو حیواناتو او مرغانو خوراک
که څه هم ماشي انسانان چیچي او کیمیاوي سپرې ګانې بیا دغه ماشي وژني، خو طبیعت هم له انسانانو سره مرسته کوي. مرغان، کبان، چونګښې، غڼې او داسې نور بیا دغه ماشي خوري او لمنځه یې وړي. د چاپیریال ساتنې د فعالانو په حواله که دغه ماشې نه وي، نو یو شمیر حیوانات او حشرې به لمنځه لاړې شي.
ښه او بد
ماشي په ولاړو اوبو کې هګې اچوي او لاروا تشکیلوي. انسانان د خپلې بې پروایې له امله د ماشتو تکثر ته زمينه مساعدوي. خو دا خبره مهمه ده چې دغه لاروا بیا په اوبو کې موجود نباتي ګندګي یعنې پرازیتونه او نور خوري او اوبه پاکوي.