ایران: لومړی پرواز چې پيلوټې، عمله او مسافري یې ښځې وې
۱۴۰۳ دی ۳, دوشنبهد ايران د دولتي خبري آژانس ارنا د رپوټ په حواله د يکشنبې په ورځ (۲۰۲۴م کال د ډسمبر ۲۲) د ايران د لومړينو ښځو پېلوټانو څخه یې يوې شهرزاد شمس، د آسمان هوايي شرکت يوه الوتکه د ایران په لوېديځ کې په پراته ښار مشهد پر هوايي ډګر ښکته کړه.
د ايران دغه دولتي خبري آژانس له دې ويلو پرته چې الوتکې له کومه ځايه پرواز کړی، وويل: «دا لومړی ځل دی چې يوه الوتکه چې يوازې ښځې پکې سپرې وې او د عملې ټول غړي یې ښځې وې، په مشهد کې ښکته شوه.» د رپوټونو په حواله په دې پرواز کې ۱۱۰ مسافر سپاره ول.
د «ايران بانو» پرواز په نوم نومول شوې دا الوتکه د ایران د دويم ستر ښار مشهد په هاشمي نژاد نړيوالې هوايي ډګر کښې کښته شوه. دغه ښار د شعيه مسلمانانو له مقدسو ښارونو څخه يو دی او د امام رضا مزار پکې دی.
د ارنا په حواله په بشپړه توګه د ښځو له پاره ځانګړی شوی دا پرواز د اسلام د پيغمبر د لور فاطمه الزهرا، د زيږيدو د کلیزې په مناسبت چمتو کړل شوی وو.
د ايران د هوايي چلن په صنعت کې په دې وروستيو کلونو کې ځينې ښځې پېلوټانې هم شاملې کړل شوي دي خو په دغه هېواد کې دا اوس هم يوه عادي چاره نه ده.
اړونده موضوع:
ایران ښځو ته په لوبغالي کې د فوټبال د نندارې کولو اجازه ورکوي
د سيمه ایزو رسنيو په حواله د ۲۰۱۹م کال په اکتوبر میاشت کې پېلوټې نشاط جهانداري، او مرستيالې پېلوټې فوروز فيروزي، د ايران د اسلامي جمهوريت په تاريخ کې د مسافر وړونکې الوتکې د لومړيو ښځينه پيلوټانو په توګه يو پرواز ترسره کړی وو.