په نړۍ کي د کرونا د مړو شمېر تر ۴ میلیونه اوښتی دی
۱۴۰۰ تیر ۱۷, پنجشنبهد هغو کسانو شمیر چي په کرونا باندي تر اخته کیدو وروسته مړه سوي، د دغي پاندیمي له پیل څخه بیا تر نن ورځي پوري په ټوله نړۍ کي تر ۴ میلیونه اضافه کسانو ته لوړ سوی. د دغه سازمان مشر تیدروس ادهانوم گبریسوس د چهارشنبې په ورځ نوموړي شمیرې زړه بوږنوونکې وبللې او ویلي یې دي چي په ډیر احتمال سره به د مړو اصلي شمیر تر دې هم زیات وي، دا ځکه چي په رسمي ادارو کي ټولي پیښي نه ثبتیږي.
گبریسوس زیاتوي چي نړۍ د کرونا پاندیمي »یوه خطرناک حد« ته رسېدلې ده. د هغه په خبره په داسي حال کي چي د نړۍ ځینو هیوادونو د واکسینونو په لگولو سره، د کرونا پر وړاندي تدابیر یو څه راکم کړي او داسي ښکاري چي دغه پاندیمي گواکي پای ته رسیدلې وي، خو بیا هم ډېر هیوادونه لا په کرونا باندي د اخته کیدو له ډیرو پیښو سره لاس او گریوان دي.
د روغتیا نړیوال سازمان عمومي رئیس د خپلو خبرو په دوام، د دغه وضعیت دلیل، د کرونا سخت ساري نوی شکل او د دغه ویروس د واکسین په وېش کي ځورونکې »بې عدالتي« په گوته کوي. هغه ویلي دي چي دغه ډول یو حالت د واکسینونو او دارودرملو د سخت کمښت سبب سوی چي په آسیايي، افریقايي او لاتین امریکا هیوادونو کي د کرونا له امله یې د مړیني څپې رامنځته کړې.
د روغتیا نړیوال سازمان عمومي مشر په تنده لهجه انتقاد کړی او ویلي یې دي چي په شتمنو هیوادونو کي د په اصطلاح »واکسین ناسیونالیزم« رواجیدل، له اخلاقي پلوه د منلو وړ نه دي. هغه زیاتوي: دغه واقعیت ډیر ځورونکی دی چي لا تر اوسه په میلیونو ډاکټران او روغتیاپالان نه دي واکسین سوي.
GP/NZ(AFP)