د روغتیا نړیوال سازمان د استرا زنیکا واکسین ته اجازه ورکړه
۱۳۹۹ بهمن ۲۸, سهشنبهدغه خبره د روغتيا نړيوال سازمان (WHO ) پرون دوشنبه (د فبرورۍ میاشتي ۱۵مه) وکړه او وویې ویل، چي دا په هندوستان او جنوبي افریقا کي د دغه شرکت تولید سوي واکسیونونه دي، چي د کوواکس -ابتکار په واسطه یې اجازه ترلاسه کړې ده.
کوواکس د کرونا واکسین د عادلانه ویش له پاره مبارزه کوي. هغه په ګډه سره د روغتيا نړيوال سازمان دواکسیونونو د اتحاد، ګاوي( Gavi) او د واکسیونو د تحقیقاتي اتحاد، په واسطه رهبري کیږي.
د ۳۳۷ ميلیونو دوزو(پيچکارۍ) لویه برخه، چي کوواکس -ابتکار یې غواړي د کال په اولو شپږو میاشتو کي تقسیم کړي، د استرا زنیکا واکسینونه دي. خو د دغه شرکت واکسینونه جنجالي دي، ځکه چي تر ۶۵ کلنیو پورته انسانانو کي د هغه پر مؤثریت باندي شک موجود دی.
سربیره پردې هغه د یوې څیړني په حواله په جنوبي افریقا کي لومړی کشف سوی د کرونا د نوي شکل په مقابل کي هم مؤثریت نه لري.
خو د روغتيا نړيوال سازمان له خوا دغه واکسین ته د اجازې ورکول د هغو هیوادونو له پاره اسانتیاوي رامنځته کوي چي نسي کولای پخپله د واکسین د اجازې ورکولو یا نه ورکولو په باب ژر تصمیم ونیسي.
q.n/n.z (AFP,dpa)