«بې وزله هیوادونو ته د کرونا ۴۰ میلیونه واکسینونه ورکوي»
۱۳۹۹ بهمن ۵, یکشنبهد روغتیا د نړیوال سازمان مشر ټیډروس ایډهانوم ګیبریاس، ویلي دي چې د ملګرو ملتونو دغې ادارې د «کویکس» پروګرام په چوکاټ کې د امریکايي شرکت فایزر او د بیونتیک په نامه د یوه آلماني درمل جوړونې شرکت سره په ګډه، بې وزله هیوادونو ته د کرونا د ۴۰ میلیونه واکسینونو د انتقال تړون نهايي کړی دی.
د سویس په ژنیف کې د جمعې په ورځ (د ۲۰۲۰م کال د جنوري میاشتې په ۲۲مه) په یوه خبري کنفرانس کې د روغتیا د نړیوال سازمان مشر ټیډروس وویل چې د امریکا له لوري په (کویکس) پروګرام کې د بیرته شمولیت پریکړه دا ښيي چې د روغتیا نړیواله اداره د خپلو ژمنو پوره کولو ته نیږدې شوې ده.
د یادولو وړ ده چې د امریکا د نوي ولسمشر جو بایدڼ د روغتیا د برخې ستر سلاکار انټوني فاوچي د جنورۍ میاشتې به ۲۱مه نیټه ویلي وو چې د امریکا د پخواني ولسمشر دونالد ترمپ پالیسي ردوي او په «کویکس» پروګرام کې به امریکا بیرته شامله شي.
د روغتیا نړیوال سازمان د «کویکس» په نامه په خپل دغه پروګرام سره غواړي چې روان میلادي کال د بې وزله هیوادونو د ټول نفوس لږ تر لږه ۲۰ فیصده وګړو ته د کرونا واکسین ورکړي. تر دې وړاندې، د همدې اونۍ په سر کې د روغتیا د نړیوال سازمان مشر پر بډایه هیوادونو باندې د کرونا واکسین د ذخیره کولو له کبله سختې نیوکې کړې وې.
له اقتصادي ګټې پرته یو اقدام
د فایزر په نامه د کرونا واکسین د امریکايي شرکت مشر البرټ بورلا، په ژنیف کې دغه کنفرانس ته د ویډیو تماس له لارې وویل چې د دغه وکسین لومړۍ جوپه به د اقتصادي ګټې په نه پام کې نیولو سره انتقال شي. بورلا زیاته کړه: «د نړۍ د نورو هیوادونو په څیر، د کرونا واکسین باید د پرمختللو هیوادونو په اختیار کې هم ورکړل شي.»
له ژنیف څخه دغه معلومات داسې مهال خپریږي چې د نړۍ ګڼ شمیر بډایه هیوادونه د کرونا واکسین د رانیولو له پاره په میلیونونو ډالر مصرفوي. بل لوري ته یو شمیر هیوادونو د دوه اړخیزو تړونونو په اساس د کرونا واکسینونه ترلاسه کړي دي.
DPA-Reuters-AFP /KH-AWA
زموږ له آرشیف څخه: