افغانستان د ژمې په درشل کې، د خوړو رسولو چاره سختیږي
۱۴۰۲ آبان ۱۲, جمعهد خوړو نړېوال پروګرامیا WFP پر خپله اکس پاڼه لیکلي چې افغانستان کې د سخت ژمي پيل ته یواځې څو اونۍ پاتې دي. دغه سازمان زياته کړې:«مونږ افغانستان کې د سخت ژمي له پيل سره یواځې د اونیو واټن لرو، د کومې له امله به چې د واورو او یخونو ترشا ټولنو سره اړیکې پرې شي.»
دغه نړېوال مرستندویه بنسټ اټکل کړی چې افغانستان کې د ژمي پرمهال له اړمنو کورنیو سره مرستو لپاره ۴۰۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده.
د خوړو نړېوال پروګرام داسې مهال افغانستان کې د یو سخت ژمي له پيلېدو خبرداری ورکړی چې دا هېواد په کوردننه له سخت بشري ناورین سربیره سږکال له پاکستانه تر یو میلیون ډېرو افغان کډوالو د ورستنېدو له بحران سره هم مخ دی.
پاکستان د روانې نوامبر میاشتې لومړی نېټه په هغه هېواد کې له اسنادو پرته افغان کډوالو ته د ضرب الاجل په توګه ټاکلې وه، چې اوس د همدغه اعلان له مخې هره ورځ په زرونو افغانان هېواد ته ورستنیږي.
اندېښنه داده چې په ژمي کې به په کوردننه د بې وزله افغانانو ترڅنګ دغو ورستنېدونکو کډوالو ته څه ډول رسیدنه وشي؟