مېرکل د کرونا په برخه کې نړيواله همکاري وغوښته
۱۳۹۹ آذر ۲, یکشنبهد تل په څېر اصلي خبره پر پيسو څرخي. «د دې له پاره چې وبا محدوده کړل شي، بايد هر هېواد واکسين ته لاسرسی ولري او تمويل يې هم بايد ممکن وي. خو د دې هدف له پاره تر اوسه منل شوي مالي امکانات لا کفايت نه کوي.» دغه خبره مېرکل د مخکښو صنعتي او د صنعتي کېدو په درشل کې د هېوادونو په انترنېټي کنفرانس کې وکړه. د هغې په خبره د واکسيناسيون د نړيوال پليټ فارم کوواکس (COVID-19 Vaccines Global Access) يعنې د کوويد-۱۹ واکسين ته د نړيوال لاسرسي په نوم د کمپاين هدف دا دی چې د ۲۰۲۱ کال تر پايه پورې د کرونا ضد واکسين دوه مليارډه دوزه ووېشل شي.
شپږ ملیارډه امريکايي ډالر لا کمبود دي
د دغه کمپاين له پاره د مېرکل په خبره تقريبا پنځه مليارډه امريکايي ډلر راټول شوي دی. آلمان د صدراعظمې په وينا څه باندې نيم مليارډ يورو پکې ورکوي. خو د ۲۰۲۱ کال تر پايه پورې ټول ټال ۱۱ مليارډه امريکايی ډالرو ته اړتيا ده. په دغه پليټ فارم کې د چین په ګډون ۱۵۰ هېوادونه برخه لري، خو متحده آيالات پکې ونډه نه اخلي. داسې خبرداری هم ورکول کيږي چې غريب هېوادونه ښايي کافي واکسينونه تر لاسه نه کړي. خو د فرانسې ولسمشر ايمانويل ماکرون وويل چې د دې مخه بايد ونيول شي چې «يوازې شتمن ورته لاسرسی ولري.»
روسيه او چين هم همکاري غواړي
د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين نړيوالې ټولنې ته د روسيې د «سپوتنيک وي» واکسين ته د پراخ لاسرسي وړانديز وکړ. هغه وويل چې د جي ۲۰ سرمشريزې څخه ملاتړ کوي چې غواړي د ټولې دنيا وګړو ته واکسينونه په اختيار کې ورکړي. د چين ولسمشر، شي جينپينګ، غواړي چې د وبا په وړاندې په مبارزه کې له نورو هېوادونو سره د څېړنو، د واکسين د توليد او توزيع په برخه کې ګډ کار زيات کړي. د سعودي عربستان پاچا،سلمان بن عبدالعزيز، د سرمشريزې د کوربه په توګه ټينګار وکړ چې د پرمختلونکو هېوادونو له پاره بايد په کافي ډول آرزانه واکسينونه په اختيار کې وي.
آ./ن.ص./ا.ا.
پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز راپور: