انځوريز راپور: د ښارونو پر دېوالونو کرونا
د کرونا ويروس خپريدل او د انسانانو پر ژوند يې ژور اغيز څخه يو کال تیریږې. د نړۍ د مختلفو ښارونو پر دېوالونو باندي د کرونا په اړه انځورونه دلته ليدلای شئ:
ایران
د ګرافيتي يا دیوالي انځورونو ځانګړتیا په ښار کې د پيښو پر وړاندي غبرګونونه دي. د کرونا ويروس خپریدلو سره د مقابلې له پاره د سرحدونو تړل، پراخې رخصتۍ او نور ډير محدودتونه د دغي ایرانۍ هنرمندې له پاره د داسي ویروس کيسه کوي چې نړۍ يې رخصتۍ ته اړویستې ده.
آلمان
د برلين پر يوه دېوال د امريکا د پخواني جمهوررئیس دونالد ترمپ او د چين د جمهوررئیس د (ملګرتیا) مچه انځور شوې ده.
امریکا
د نیويارک پر يوه دېوال باندي د امریکا د پخواني جمهوررئیس دونالد ترمپ انځو چې د «عزرائيل» په څيره کې انځور شوی دی، چې وايې، له کووید مه ډاريږئ.
چین
د چين په ووهان ښار کې چې په ډير احتمال سره د کرونا ويروس خپريدل له همدي ښار څخه پيل شول. پر دېوال باندي دوه روغتياپال انځور شوي چې يو يې د چين بيرغ په لاس کې لري او هغه بل يې د بريا نخښه ښيې.
روسیه
د کرونا په دوران روغتياپال د خلکو اتلان وگرځېدل. د سنت پترزبورګ ښار پر يوه دېوال يوه نرسه ښکاري چې تاج يې پر سر ايښوول کیږي.
فرانسه
په فرانسه کې د ډاکټر «ژان ژاک ازفيدر انازي» انځور. دغه مداگاسکار توکمه متقاعد ډاکټر په فرانسه کې د کرونا په لومړۍ څپه کې له طبي کار کونکو سره د همکارۍ له پاره يو ځای شو. هغه په فرانسه کي د طبي کارکوونکو په منځ کي د کرونا لومړني قربانې دی.
هند
کرونا ويروس پر هيچا رحم نه کوي، حتی د هندوانو خدایان. له همدې کبله هغه هم ماسک تړلی دی. هند لومړی هيواد وو چې د کرونا خپيريدلو پرضد مقابلې له پاره يې پر سفر کولو بنديز ولګاوه.
سکاتلند
په ټولو انځورونو کې ماسکونه لیدل کيږي. په سکاتلند کي يو هنرمند د نړۍ د نقاشۍ په تاريخ درې مهم اثار هم په ماسکونو کې انځور کړي دي.
اسپانیا
د اسپانيا د پلازمېني مادريد پر دېوال د جان تراولتا او ساموئل جکسون انځور.
غزه
په غزې تراډه کي پر يوه دېوال د يوه ځوان انځور چې ماسک يې اغوستی دی.
اتیوپیا
پر دېوالونو انځورونه کولای شي خلکو ته په بيړې سره پيغام ورسوي. د اتوپيا پلازمېنه آديس آبابا.
د عاج ساحل
دغه ګرافيتي د عاج ساحل په پلازمېنه آبيجان کي د ژغورني او له ماسک څخه کار اخيستلو نخښه ده.
هالنډ
په هالند کې پر يوه دېوال باندي د کرونا په اړه انځور. انځور ښيي که ماسک وتړي د هالند زړه په لاس راوړی.